لوبې

نیوزیلېنډ، پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د نیوزیلېنډ په کوربتوب د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته په نهه ویکټو ستر ماتې ورکړه او پاکستان په دغه لوبه کې یو منفي ریکارډ هم جوړ.

نیوزیلېنډ، پاکستان او بنګله دېش

دغه درې اړخیزه لوبلړۍ چې د نیوزیلېنډ، پاکستان او بنګله دېش ترمنځ ترسره کېږي، نن یې څلورمه لوبه د نیوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. پاکستان په ټاکلو شل اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې وکړې، چې افتخار احمد ۲۷ او اصف علي پکې ۲۵ زیاتې منډې وکړې. په نیوزیلېنډ کې په ۷۷ نړیوالې شل اوریزه کې دا لومړی ځل و، چې په یوه پاڼۍ هیڅ شپږیزه نه وهل کېږي، یعنې پاکستان لوبډلې یوه شپږیزه هم ونه وهله، چې دا یو منفي ریکارډ شو.

نور یی ولوله | د کرکټ نړیوالې شورا د هغو توپ اچونکو نوملړ خپور کړ

نور یی ولوله | شاهد افریدی د خپل زوم په اړه څه ویلي دي

مایکل بریسويل

نیوزیلېنډ ته مایکل بریسویل ټیم سوتي او میچل سنېټر ۲-۲ لوبغاړي وسوځول او ایش سودي هم د یوې ویکټې په اخیستلو بریالی شو. د ۱۳۱ منډو هدف د نیوزیلېنډ لوبډلې د لوبې په ۱۶.۱ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او بنګله دېش ته یې په نهه ویکټو او ۲۹ توپونو یې ستره ماتې ورکړه.

فاین ایلن

د دوي لپاره فاین ایلن غوره توپ وهنه وکړه، هغه ۶۲ منډې وکړې. همدغه راز ډیون کانوي هم ۴۹ زیاتې منډې وکړې.د پاکستان له خوا شاداب خان ۱ ویکټ واخیسته. مایکل بریسویل د لوبې غوره لوبغاړی شو.باید یاده کړو چې د دې وړاندې نیوزیلینډ چې کله هم پاکستان سره لوبه ترسره کړې ده نو باکستان ورته په ډېرو لوبو کې ماتې ورکړې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button