سات تيرينړیوال خبرونه

هارون باچا د کرونا مخنیوي لپاره سندره زمزمه کړې ده.

د پښتونخوا د پښتو ژبې مکښ  سندر غاړۍ هارون باچا هم د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره ښکلې سندره ویلې  ده او له خلکو يې غوښتنه کړې ده، چې په خپلو کورونو کې کېنئ هغه دغه سندره د کو ر نه په یو ويډیو کې  خپره کړې ده. .

هارون باچا د ډاکټر سیال شعرونه زمزمه کړي دي، تر څو خلکو ته دا پېغام ورکړي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار په کورونو کې کېني او ځان او خلک وساتي او د خلکو د ناروغۍ سبب نشي. .

د هغه دغه شعرونه په لاندې ډول ویلي دي.  

زما قرار زما ټکور کېنه، يې مې د دواړو سترګو تور کېنه

لارې کوڅې د کورونو ډکې دي، زما لاليه په خپل کور کېنه

مخ ته دې واچوه يو ماسک د دعا، په جاينماز د خپلې مور کېنه

په خاموشۍ کې به زړه نه تنګوې، زړه له به زر راوړمه شور کېنه

د چين ماچين ښکلي يې رېز مرېز کړل، تا رانه يو نه سي ته کور کېنه

هارون باچا د کرونا مخنیوي لپاره سندره زمزمه کړې ده.

 نوموړۍ همدا راز په خپلو خبرو کې بيا هم له خلکو غوښتنه کړې ده، چې حکومت او د روغتيا نړيوال سازمان کومې لارښوونې کوي، هغه ومنئ او په هغې عمل وکړئ. ځان وساتئ او له ژوند سره مينه وکړئ.

د یادونې وړ د چې هارون باچا د څو کلونو راهیسی په اروپا کې ژوند کوي. هغه سره د خپل فامیله په اروپا کې ژوند کوي نوموړۍ پاکستان پختونخوا ولایت دۍ. .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button