هرات کې د اعتراض څپه؛ چارواکي وایي د جبریل وضعیت تر کنټرول لاندې راوستل شوی

هرات کې د اعتراض څپه؛ د هرات امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د جبریل سیمې هغه اعتراضي غونډه چې نن ترسره شوې وه، د امنیتي ځواکونو له لوري کنټرول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې هرات کې د اعتراض څپه او د حجاب اړوند وروستي بحثونه د کورنیو او نړیوالو بنسټونو پام ځان ته اړولی دی.
د هرات د پولیسو قوماندانۍ ویاند، سید مسعود حسيني، د سېشنبې په ورځ وویل چې یو شمېر کسانو د حجاب د موضوع په تړاو اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه، خو د هرات کې د اعتراض څپه نوموړي په وینا، وضعیت د تاوتریخوالي او عامه نظم د ګډوډېدو لور ته روان و.
د امنیتي ځواکونو مداخله
د پولیسو د ویاند په خبره، امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته ورسېدل او د احتمالي تاوتریخوالي د پراخېدو مخه یې ونیوله.
هغه وویل، وضعیت اوس په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی او امنیتي ځواکونه د عامه نظم د ساتنې لپاره خپلې دندې ترسره کوي.
حسیني ټینګار وکړ چې د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو رعایت د ټولو اتباعو مسؤلیت دی او خلک باید خپل فعالیتونه د نافذه قوانینو او منل شویو ټولنیزو اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي.
هرات کې د اعتراض څپه او د یوناما اندېښنې
دغه پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې د یو شمېر ښځو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د حجاب له امله د ښځو د نیولو راپورونه د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.
د یاد سازمان په وینا، د تګ راتګ ازادي د ټولو وګړو اساسي حق دی او ښځې او نارینه باید د قانون په وړاندې له مساوي حقونو برخمن وي.
د اعتراض کوونکو دریځ
تر اوسه د اعتراض کوونکو یا د غونډې د تنظیموونکو له لوري د پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی.
چارواکي وایي امنیتي وضعیت عادي دی، خو د بشري حقونو اړوند اندېښنې او د وروستیو تحولاتو ارزونې لا هم د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له لوري تعقیبېږي.



