هنر او ادب

هغه هنري اثر چې په ۱۳۹ میلیونه ډالر وپلورل شو

دا لوړ بیه هنري اثر د پابلو پیکاسو دی چې په ۱۳۹ میلیونه ډالر وپلورل شو او د مطبوعاتو سرټکی دی

په دې خبر کې به ولولو چې ددې هنري اثر هنر څه دی چې په دومره لوړه بیه وپلورل شو چې د نړیوال مطبوعاتو او خلکو پام یې ځان ته ورټول کړ. دا هنري اثر چې “ښځه له ساعت سره” پکې ښکاري د پابلو پیکاسو هنري اثر دی او په ۱۳۹ میلیونه ډالر وپلورل شوی دی.

نور ولولئ: هغه هندۍ ډرامې چې ډېرې کتل کېږي

د پابلو پیکاسو هنري اثر “ښځه له ساعت سره” چې ۱۹۳۲ کال کې نقاشي شوی و په ۱۳۹ میلیونه ډالرو پلورل شوی.

د پیکاسو نور اثار هم شهکار دي؟

پابلو پیکاسو مشهور انځورګر دی او دا اثر د هغه دویم اثر دی چې په دومره لوړه بیه پلورل کېږي.

په دې اثر کې تیریس والټر انځور شوې، هغه یوه فرانسوۍ موډله وه چې پر هسپانوي هنرمن پابلو پیکاسو مینه شوه.

له هغې وروسته بیا والټر تر ډېره د پیکاسو د انځورګرۍ موضوع وه.

په دې اثر کې والټر په یوه څوکۍ ناسته ده چې بګروانډ یې ابي انځور شوی دی.

نور ولولئ: د هري پاټر فلمونو اداکار مایکل ګمبون د ۸۲ کلونو په عمر ومړ

پیکاسو ۴۵ کلن و چې په پاریس کې یې له ۱۷ کلنې والټر سره ولیدل.

دې جوړې بیا په پټه اړیکه پیل کړه، هغه مهال پیکاسو اوکرایینۍ بالرینا اولګا خوخلووا سره واده کړی و.

د یاد هنرمند هغه اثر چې والټر په کې انځور و

د پیکاسو یو بل اثر هم چې والټر پکې انځور شوې وه په ۲۰۲۲ کال کې په ۶۷،۵ میلیونه ډالرو پلورل شوی و.

له دې وړاندې د پیکاسو اثر تر ټولو لوړه بیه د “الجزیرې ښځې” اثر و چې په ۲۰۱۵ کال کې په ۱۷۹،۳ میلیونه ډالرو پلورل شوی و.

پیکاسو په ۱۸۸۱ کال کې په هسپانیا کې وزېږېد او هملته په بارسلونا کې لوی شو.

په ۱۹۰۴ کې پاریس ته لاړ او د شلمې پېړۍ یو له لویو هنرمندانو شو.

د اتو لسیزو په اوږدو کې پیکاسو شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ اثره انځور کړي.

هغه څلور ماشومان لرل او په ۱۹۷۳ کال کې په فرانسه کې د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.

که څه هم د هغه په ژوندینې یې د هېڅ یو هنري اثر په اړه څه شک نه و، خو وروستیو کلونو کې د نوموړي د هنري کار په اړه پوښتنې را ولاړې شوې او پر ظلم، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او په غوسه ناک چلن تورن شوی دی.

د هنر دنیا په خپل هنري اغېز د خلکو ژوند بدلوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button