ژوند او ټولنه

هغه ښځه ۹ کاله وروسته ونیول شوه چې مېړه یې وژلی و

هغه ښځه ۹ کاله وروسته ونیول شوه چې خپل مېړه یې لومړی وژلی او بیا یې په ککړو اوبو کې اچولی و

څو ورځې مخکې د هند د تامیل ناډو ایالت په سیواګانګ ولسوالۍ کې د چټلو اوبو له ټانکره د یوه سړي بدن د غړو پاتې شوني وموندل شول.

د دې موضوع په اړه پلټنې هغه وخت پای ته ونه رسېدې، چې پولیسو یې په تړاو په ۲۴ ساعتونو کې یوه مېرمن د وژنې په تور ونیوله.

نور ولولئ: د خپلو ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې مېرمن وبښل شوه

ټکان ورکوونکې خبره دا وه، هغه ښځه چې جسد یې د ککړو اوبو په ټانکر کې غورځولی و، له نهو کلونو راهیسې په همدې سیمه کې اوسېده.

د جسد پاتې شوني هغه مهال وموندل شول چې د کور څښتن د ککړو اوبو د پاکولو لپاره ځینې کسان ورغوښتي وو.

د ککړو اوبو ټانک د تشولو پر مهال د انسان د کوپړۍ هډوکی وموندل شو.

د کور څښتن سملاسي د پاکولو چاره ودروله او سیمه ییزو پولیسو ته یې خبر ورکړ.

وروسته د ککړو اوبو په ټانکر کې د یوه سړي کوپړۍ،‌ ځینې هډوکي او یو کمیس او رسۍ وموندل شول، چې پولیسو یې په اړه پلټنې کوي.

د هغې مېړه څنګه غیب شو؟

د پلټنو پر مهال د کور له څښتن او ګاونډیانو هم پوښتنې وشوې، په دې بهیر کې ورته معلومه شوه، چې اته کاله مخکې په دغه کور کې یوه مېرمن اوسېده او یو وخت یې خپل یوه ګاونډي ته ویلي و، مېړه یې له وطنه تللی او اوس له دې سره نه، بلکې بهر اوسېږي.

ګاونډي یې ویلي، د مېرمنې تر څرګندونو وروسته هغه سړی بیا هېڅ رانغی او له هغه وخته چې بهر ته تللی، بیا نه دی لیدل شوی.

نور ولولئ: بریتانیا کې د زیاتو ماشومانو وژونکي نرسه

د دغو معلوماتو په ترلاسه کولو سره پوليسو د يادې ښځې لټون پيل کړ.

په تصادفي توګه د سکنتي په نوم دغه ښځه لا هم په همدې سیمه کې اوسېده. پولیسو له ځانه سره بوتله او پوښتنې ګروېګنې یې ترې وکړې.

سکنتي د پلټنو پر مهال پولیسو ته وویل، میړه یې د هند په کویمبتور ښار کې له یوې بلې ښځې سره ژوند کوي او کله ناکله د لګښت لپاره پیسې ورته لېږي.

خو پولیسو د هغې په خبرو باور ونه کړ. هغه مهال چې د سکنتي له خوا د وړاندې شویو معلوماتو په اړه څېړنې ګړندۍ شوې، نورې ټکان ورکوونکې خبرې هم روښانه شوې.

مجرمې ښځې بالاخره اعتراف وکړ

وروسته تر هغه چې پولیسو ته وړاندې شوې ادعاوې ناسمې ثابتې شوې، دغې مېرمنې ومنله وکړ چې د ککړو اوبو په ټانک کې موندل شوې کوپړۍ، هډوکي او کمیس یې د مېړه دي او هغه یې په رسۍ تړلی و.

بي بي سي د دغې پېښې په اړه د قرباني له کوچنۍ خور سودها سره خبرې کړې دي. هغه وايي، په ټانکر کې موندل شوې جامې هغه دي، چې یوه ورځ مخکې یې ورور اغوستې وې.

هغه شک ښيي، چې ښايي له سکنتي پرته بل څوک هم د هغې د ورور په وژنه کې ښکېل وي.

ښځې خپل مېړه څنګه وواژه؟

د پولیسو افسر سراوانان چې د دغې پېښې په اړه څېړنې کوي، بي بي سي ته وویل د ککړو اوبو د ټانک کور خاوند، په چینای کې اوسېده. هغه څلور کورونه لري چې یو یې د مقتول او د هغه د مېرمنې سکنتي لخوا نیول شوی و.

د پولیسو افسر په وینا، ۳۹ کلنې سکنتي ورته ویلي، مېړه یې موټر چلوونکی و او له شپږ میاشتو راهیسې بې روزګاره و. ډېر کله به یې له شراب څښلو او نشې وروسته په جګړو ورسره اخته و.

د ۲۰۱۴ کال د مې په لومړۍ نېټه،(د وژنې په ورځ) د ماښام شاوخوا ۶ بجې د مېړه او مېرمنې تر منځ شخړه وشوه، چې په ترڅ کې یې مېړه ښځه سخت ووهله.

سکنتي هڅه وکړه چې د خپل پلار کور ته چې کور ته نژدې و، لاړه شي خو مېړه يې مخه ونيوله، خو سکنتي په زوره ټېل واهه، سر يې له ستنې سره لګېدلی او ولوېد.

کله چې سکنتي له کوره وتلې وه او وروسته بیا بېرته خپل کور ته راستنه شوه، د خپل مېړه له مرګه ناخبره وه، ويې ليدل چې مېړه يې د غورځېدو له امله مړ شوی دی.

سکنتي ومنله چې د نژدې ټانکر سرپوښ یې پورته کړ او جسد یې په څه کې راټول او وتاړه او هلته دننه یې وغورځاوه. شپږ میاشتې وروسته له هغه کوره ووتله.

اوس پولیسو سکنتي د خپل خاوند د وژلو په تور نیولې او زندان ته یې استولې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button