تجارت خبرونه

ولسمشرغني د رحیم ګردېزي ګروپ د ځڼغوزیو فابریکه رسماً پرانیسته

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د رحیم ګردېزي د ځڼغوزیو د پروسس فابریکې د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.په ارګ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې د پکتیا مرکز ګردېز څخه د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر واليان او یو شمېر نور مشران د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو،

د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل، د جمهوررئیس غني په وینا زموږ پټې خزانې نورې ښکاره، مشروع، رڼې او د استفادې وړ دي او د ځڼغوزیو د قاچاق مخنیوي، تولید پروسس، بسته بندۍ او خرڅلاو کې پام وړ پرمختګ راغلی.هغه له رحیم ګردېزي ګروپ څخه د دغې مهمې پانګونې مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د کال ۲۴ زره ټنه د ځڼغوزیو حاصلات لري چې د حکومت په پاملرنه هر کال لس، دولس سلنه زیات او زرګونه خلکو ته کاري زمینې برابرېږي. له نورو پانګوالو څخه هم د پانګونې هیله کوو او ډاډ ورکوو چې ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر جمهوررئیس ته د رحیم ګردېزي د ځڼغوزیو د پروسس فابریکې د مبارکۍ پرمهال وویل، دا ستاسو په نوښت او هڅونه جوړه شوه چې د ځڼغوزیو تولید او عاید به ورسره زیات او د ارزښت زنځیرپیاوړی شي. هغه زیاته کړه، رحیم ګردېزي شرکت د پولادو په برخه کې ښه نوم لري او هیله ده چې د ځڼغوزیو په برخه کې هم ښه وځلېږي.ډاکټر انورالحق احدي څرګنده کړه، دغه ډول کرنیزې صنایع د هیواد په صنعتي کېدو کې خپل ارزښت لري. افغانستان د ځڼغوزیو تولیدونکی او صادرونکی هیواد دی او د ځڼغوزیو په ګډون د بېلابېلو ځنګلونو احیا سره به ګڼو خلکو ته کاري زمینې برابرې او ملي عواید لوړ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمدیونس مومندجمهوررئیس څخه په مننې وویل، غواړو ستاسو په پاملرنه د افغانستان ټول کرنیز پیداوار د ځڼغوزیو غوندې د تولید، پروسس او بازارموندنې له پلوه وده وکړي. کوم پانګوال چې پانګونه او نوښتونه کوي د هڅونې په موخه دې ورته مډال ورکړل شي چې د کاروبار له لارې عواید لوړ او هیواد په پښو ودرېږي.

ورپسې د رحیم ګردېزي د ځڼغوزیو د پروسس فابریکې رئیس محبوب الله ګردېزي وویل، په پکتیا کې د دغې لویې او معیاري فابریکې په جوړولو او پرانیستلو چې ټولو ته د ښه راتلونکي هیله ورکوي خوښ دی او جمهوررئیس ته یې د هغه د پرانیستې مبارکي وویله.

ولسمشرغني  د رحیم ګردېزي ګروپ د ځڼغوزیو فابریکه رسماً پرانیسته
ولسمشرغني د رحیم ګردېزي ګروپ د ځڼغوزیو فابریکه رسماً پرانیسته

جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، زموږ پانګوال د هیواد د اقتصاد د ملاتیر دي اود بازار منطق درک کوي، له ټولو نړیوالو مناسباتو څخه به دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره استفاده وشي. هغه زیاته کړه، پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولوکې ځنډ او خنډونه د منلو وړ نه دي.هغه وویل چې باید لا نور پانګوال هم تشویق شي تر څو هېواد مو اقتصاد برخه کې نوره هم ود وکړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button