نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: د شوروي فوّځیانو نامسئولانه وتلو کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه

ولسمشر غني: د شوروي فوّیانو نامسئولانه وتلو کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه داسې وخت چې د طالبانو او امریکا تر مابین د لاسلیک شوي توافق پر بنسټ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر  ټولو ټيټي کچې ته کم شوی.او دوحه کې خبرې لا هم روانې دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي د شوروي فوځیانو نامسئولانه وتل د کورنیو جګړو لامل شول، چې دده په خبره باید زده کړه ترې وشي.ولسمشرغني د جدې د شپږویشتمې په مناسب نشر شوي ويډيويي پيغام کې ویلي، چې د شوروي ځواکونو نامسئولانه وتلو او د افغانستان راتلونکې لپاره د سالمو تدابیرو نشتون په افغانستان کې څو بعدي کورنیو جګړو ته لار هواره کړه او په پایله کې يې د افغانستان امنیتي ځواکونه او بنسټونه له منځه ولاړل.

ښاغلي غني وړاندیز کړی، چې باید له تېر څخه زده کړه وشي او په خبره یې، اوس د یوې تلپاتې او دوامداره سولې د تامین فرصت رامنځته شوی، چې ګټه بایدترېنه واخیستل شي.د ولسمشر غني لخوا پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ  د لاسلیک شوي تړون په اساس زرګونه بهرني فوځیان له افغانستانه وتلي او ښایي سږ کال دمیلادي کال د می میاشتې تر اخره په افغانستان کې د ناټو فوځیانو نظامي حضور بیخي کم شي.

fb img 1613390181572

د ولسمشر غني حکومت پر امریکا ټینګار کوي، چې له طالبانو سره لاسلیک کړی تړون بیا ځلې وارزوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو مخه ونیسي.ځکه دی غواړي چې حکومت ېې پاتې شي او واک په هر قیمت ده سره پاتې شي.نوموړي اوسمهال غواړي یو سیاسي اجماع جوړه کړي او خپل حکومتړپه همدې توګه وساتي.

بلخوا طالبان بیا د بهرنیو ځواکونو بشپړ خروج خپله سره کرښه بولي او د جدې د شپږویشتمې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې يې پر امریکا غږ کړی، چې له افغانستانه ځواکونه وباسي.تر څو د دوحې توافق پلي شي. او د سولې روان فرصت نه په سمه توګه ګټه واخیستل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button