يوه ښځې له ورکېدا وروسته پنځه ورځې په شرابو ژوندی پاتې شوې
د اسټرالیا ځنګلونو کې ورکه شوې ښځه ۵ ورځې په شرابو پایېده. دغه ښځه یوه ۴۸ کلنه اسټرالیایۍ وه
دا اسټراليايۍ ښځه وروسته تر هغه وژغورل شوه چې پوره پنځه ورځې د اسټرالیا په ځنګلونو کې ترۍ تم شوې وه چې بالاخره د خوږو خوړو او د شرابو د بوتل په برکت یې څرک ولګول شو او ځای يې پيدا شو.
نور ولولئ: داسې يو انقلابي چې د بانک لوټل او ورنه غلا کول ورته ویاړ او عبادت ښکارېدل
لیلیان ایپ د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ویکټوریا ګڼو ځنګلونو ته په لنډ سفر ووتله. هلته یې لاره ورکه کړه او د وتلو لار پسې ډېره وګرځېده او ګاډی یې په خټو کې ونښت.
لیلیان له ځان سره د شرابو یو بوتل هم د ډالۍ په توګه اخیستی و، خو هغې شراب نه څښل
نوموړې ميرمنه پنځه ورځې وروسته د بېړنیو پېښو مامورانو هغه مهال ومونده چې د لټون یوه چورلکه پر هغه ور برابره شوه چې دا پکې بنده پاتې وه.
لیلیان د اسټرالیا نهم تلوېزیوني خبري چینل ته ویلي:” لومړی څه چې زما ذهن ته راغلل اوبه او سیګرېټ وو. شکر چې له پولیسو سره سیګرېټ وو.”
“ګومان مې کاوه چې هلته به ومرم. بدن مې د جمعې په ورځ بیخي کمزوری شوی و.”
نور ولولئ: کوکاکولاڅه زيانونه لري
دا چې هغه نوره له ژونده نا هیلې شوې وه چې خپلې کورنۍ ته یې یو لیک او وصعیت کې لیکلي وو او پکې ليکلي يې وو چې مینه ورسره لري.
د ویکټوریا پولیسو ویلي وو چې ژغورنې ډلې لیلیان د استوګنې له نژدې مېنې ۶۰ کیلومتره لیرې ومونده.
د روغتیايي ستونزو له کبله هغه پر لاره نه شوه تللی، نو ځکه پخپل ګاډي کې پاتې شوې وه.
له هغې سره یوڅه خواږه هم وو
د پولیسو مشر ووډونګا مارټن توربي وویل “له لیلیان سره یوازېنی مایع شراب و، هغې خپلې مور ته د ډالۍ په توګه اخیستي وو، خو د ضرورت په وخت کې یې په درد ورته وخوړل.
نوموړی زياتوي:” هغې له عقل کار اخیستی و او په ګاډي کې پاتې شوې وه، نو ځکه یې پولیسو ته موندل اسانه وو.
لیلیان روغتون کې تر درملنې او جدي څارنې لاندې ده او تر رغېدو وروسته به میلبورن کې خپل کور ته ستنه کړل شي.
دا لومړی ځل چې يو کس يوازې د شرابو په څښلو پنځه ورځې ژوندی پاتې کيږي، په داسې حال کې چې په شرابو عادت او روږدی هم نه وي.