ژوند او ټولنه

د مالټې او کیلې ګټې مه هېروئ

د الله تعال په خلقت کې مالټې او کیلې هغه مېوې دي چې د انسان روغتیا ته ګټې لري

که موږ چېرته د مېوو خوړلو او پر ځای استعمال ته مخه کړو، نو روغتون مو له زیات تګ څخه راګرځوي او موږ کولی شو چې د مېوو په خوړلو سره خپله روغتیا تضمین کړو.

د مالټو خوړلو بې ساري ګټې

مالټه د نړۍ تر ټولو ګټوره مېوه ده او په ټوله نړۍ کې یې خلک خوښوي. د دې ترڅنګ مالټه یوه لرغونې مېوه ده او تر میلاد ۵۰۰ کاله وړاندې یې (کنفوسيوس) یادونه کړې ده. مالتې په نړۍ کې ډېر او بېلابېل ډولونه لري، اوس مهال یوازې په امریکا کې ۲۰۰ ډوله مالټې شته، او د نړۍ نیمې مالټې امریکا تولیدوي.

د مالټو د جینټیکي روزنې په پایله کې ترخې، وړې او د هستې څخه ډکې مالټې ترلاسه کېږي. مالټه ځکه خوندوره مېوه ده، چې مېوې د کښت پر مهال ښه او ډېر کیمیاوي کوډ څخه ګټه اخیستل شوې او په پایله کې غټې مالټې حاصل ورکوي او خوږ خوند لري.

نور ولولئ: مڼه، چې خوړل یې معجزه کوي

مالټه اسید لرونکي مېوه ده او د بدن هر ډول مېکروب له منځه وړي. همدارنګه د کلسیم غوره سرچینه ده او یوې مالټې د کلسیم کچه له شیدو څخه هم ډېر کلسیم لري. يو ګیلاس شيدې ۲۹۱ میلي ګرامه کلسيم لري چې ۹۳ میلي ګرامه یعني ۲۱ سلنه یې بدن جذبوي په داسې حال کې چې یو ګیلاس د مالټې اوبه ۳۵۰ میلي ګرامه کلسيم لري او ۱۳۰ میلي ګرامه یعنې ۳۷ سلنه یې بدن جذبوي. د دې ترڅنګ مالټه C ویټامین غوره سرچینه ده او کولای شي د انسان د وجود ۵۰ سلنه C ویټامین اړتیا پوره کړي.

د انسان وجود د کیلې خوړلو ګټې

کېله د ګرمۍ مېوه ده او تر زیاتې کچې په تودو سیمو او هېوادونو کې موندل کېږي او وړاندې تر دې چې پخې شي راټولېږي او تر څو چې یې منزل یا هغو سیمو ته چې لېږل کېږي پخېږي. د کېلې د ساتنې لپاره او د دې لپاره چې کېلې خوسا نه شي د اټلین ګاز څخه ګټه اخیستل کېږي.

نور ولولئ: دغه سوپ یا ښوروا مو له موسمي ناروغیو نزلې، زکام، ټوخي او له ستوني درد ژغوري

کېله یوازینۍ مېوه ده چې د ځینو انسانانو د چاغ والي لامل ګرځي، ځکه چې پریمانه نشایسته لري. هڅه و کړئ چې په ورځ کې یوه کېله و خورئ ځکه چې کېله په پوره کچه مغذي مواد لري. کېله د بدن ۸ ډوله اړین امينواسیډونه لري، او د پوټاشیم، فایبر او C ویټامین غوره سرچینه ده او د زړه روغتیا او د عضلو پیاوړتیا ته ډېره ګټه لري. پخې کېلې د کولمو حرکات تنظیموي او د عامه ذهنیت په خلاف وچوالی او قبضیت منځ ته نه راوړي، خو کېدای شي يواځې هغه کسان د وچ والي سره مخ شي چې خامه کېله خوري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button