نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې کوم او د ایران مذهبي مشر خامنه‌يي ته مې لیک استولی

ټرمپ: له ایران سره خبرې کوم او د ایران مذهبي مشر خامنه‌يي ته مې لیک استولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پرون یې د ایران د حکومت مذهبي مشر ته لیک استولی دی. ډونلډ ټرمپ له فاکس بیزنس سره مرکه کې زیاتوي چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې غوره بولي. نوموړی وايي، «بل غوراوی دا دی چې باید ګام پورته کړو، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري.»

د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه يي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک تر خبر مخکې بلومبرګ رپوټ ور کړی و چې ټرمپ له ولسمشر پوتین سره وروستیو ټلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روسیې د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.

خو رویټرز د یوې امریکايي سرچینې له قوله وايي، چې مسکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز کړی و.

د ډونالډ ټرمپ تر لومړنۍ ولسمشرۍ مخکې د بارک اوباما په واکمنۍ کې له ایران سره شپږو قدرتونو پر ۲۰۱۵ د اټومي وسلو پر سر تړون کړ و، خو ښاغلي ټرمپ په واکمنېدو سره د هغه تړون مخالفت وکړ.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون په دې پلمه ووت، چې ایران خپلو وسلو پراخولو ته دوام ور کړی دی.

تهران هم په مقابل کې ګام په ګام د یورانیم بډایولو پروسه زیاته کړه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button