ټولنیزې اړیکې؛ پوهېږی، پالل یې ولې مهم دي؟

ټولنیزې اړیکې؛ انسان د طبیعت له مخې یو ټولنیز موجود دی. له پیدایښته تر وروستیو شیبو پورې د کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او ټولنې له نورو غړو سره په اړیکو کې ژوند کوي.
لیلی حبیبي
همدا ټولنیزې اړیکې د انسان د شخصیت، فکر، احساساتو او رواني ارامتیا پر جوړښت ژور اغېز لري. که انسان له خلکو لرې او منزوي ژوند وکړي، نه یوازې ذهني فشارونه یې زیاتېږي، بلکې د ژوند پر کیفیت یې هم منفي اغېز پرېوځي. له همدې امله د ټولنیزو اړیکو پالل د سالم او متوازن ژوند یوه مهمه اړتیا بلل کېږي.
ټولنیزې اړیکې او د انسان رواني ارامتیا
ارواپوهان باور لري چې سالمې ټولنیزې اړیکې د انسان د ذهني او رواني روغتیا لپاره ډېر ارزښت لري. کله چې انسان له خپلو دوستانو، کورنۍ او ټولنې سره اړیکې ساتي، د یوازیتوب احساس یې کمېږي او له ذهني فشارونو څخه ژر راوزي. برعکس، اوږدمهاله انزوا او یوازېتوب کولی شي انسان له خپګان، اضطراب او ذهني ستړیا سره مخ کړي.

په نننۍ چټکه نړۍ کې، چې ډېری خلک له ذهني فشارونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د یو بل ملاتړ او همدردي د ژوند مهمه برخه ګرځېدلې ده. انسان هغه مهال د ارامتیا احساس کوي چې پوه شي د ستونزو پر مهال یوازې نه دی او داسې کسان شته چې د هغه ملاتړ کوي.
د بشري پرمختګ تر شا د ګډ ژوند ځواک
د تاریخ له پیله تر ننه پورې ستر تمدنونه او لوی پرمختګونه د ګډ کار او همکارۍ پایله وه. پخوانیو انسانانو د سیندونو پر غاړو ښارونه، کرنیز نظامونه او بازارونه د ګډو هڅو له لارې جوړ کړل. که د انسانانو ترمنځ اړیکې او همکاري نه وای، نننی پرمختللی بشري ژوند به هم نه موجود و.
ټولنیزې اړیکې انسانانو ته دا زمینه برابروي چې خپلې تجربې، نظریې او مهارتونه له یو بل سره شریک کړي. همدا تبادله د علم، اقتصاد او ټکنالوژۍ د پرمختګ لامل ګرځي. نن هم د نړۍ بریالي هېوادونه او پرمختللې ادارې د همکارۍ، اعتماد او ګډ کار پر بنسټ ولاړې دي.

ټولنیزې اړیکې د ستونزو د حل وسیله
انسان د ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي. کله چې ستونزې یوازې پر اوږو یوسي، فشارونه یې زیاتېږي، خو که له نورو سره خبرې وکړي او مشورې واخلي، د حل لارې ورته اسانه کېږي. له همدې امله ټولنیزې اړیکې د ذهني او عملي ملاتړ یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
په افغاني ټولنه کې د “حشر” دود د ګډ کار او همکارۍ ښکلی مثال دی. خلک د یو بل د کور جوړولو، کرنیزو کارونو او نورو ستونزو د حل لپاره سره یوځای کېږي. دا دود نه یوازې کارونه اسانه کوي، بلکې د خلکو ترمنځ د باور او مینې احساس هم پیاوړی کوي.
د ټولنیزو اړیکو اغېز پر روغتیا
څېړنې ښيي چې هغه کسان چې له کورنۍ او دوستانو سره نږدې اړیکې لري، تر نورو د ذهني فشارونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري. په جاپان کې د “ایکي ګای” فلسفه د ګډ ژوند، همکارۍ او مثبتو اړیکو پر اهمیت ټینګار کوي. هلته خلک هڅه کوي له یو بل سره قوي اړیکې وساتي، ځکه باور لري چې دا کار د اوږد عمر او رواني ارامتیا لامل کېږي.

ډاکټران هم سپارښتنه کوي چې انسان باید له خلکو سره اړیکې وساتي، ځکه مثبتې ټولنیزې اړیکې د زړه ناروغیو، خپګان او ذهني ګډوډیو خطر کموي. هغه کسان چې له ټولنې سره فعال تعامل لري، عموماً د ژوند د خوښۍ احساس یې هم لوړ وي.
ټولنیزې اړیکې د انسان د ژوند یوه مهمه اړتیا ده. سالمې اړیکې نه یوازې ذهني ارامتیا رامنځته کوي، بلکې د پرمختګ، همکارۍ او بریا لپاره هم زمینه برابروي. په نننۍ نړۍ کې، چې خلک له ګڼو فشارونو سره مخ دي، د کورنۍ، دوستانو او ټولنې ملاتړ تر هر وخت ډېر مهم شوی دی. انسان هغه مهال د ژوند اصلي خوند احساسولی شي چې له نورو سره د باور، مینې او همکارۍ اړیکې ولري.



