سیمه ییز خبرونه

ټي ټي پي: له پښتون ژغورنې غورځنګ سره کار نه لرو

تحریک طالبان پاکستان له خپلو ټولو غړو غوښتي چې د پي ټي اېم سره کار ونه لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرون پر پښتنو غږ وکړ چې د پښتنو د قامي عدالت جرګې له پرېکړې سره سم باید د امن لپاره پاڅونو وکړي. نن په بنو، پېښور او نورو سیمو کې په لسګونو زره کسان د امن پاڅون ملاتړ ته راغونډ شوي وو.

خو تازه ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک له خپلو ټولو غړیو غوښتي چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره کار ونه لري او خپل ټول تمرکز د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو وکړي.

دغه تحریک نن په یوه خبرپاڼه کې پر خپلو جنکیالیو همداراز غږ کړی چې په قومي جرګه کې د شویو پرېکړو په اړه غلي پاتې شي او له هغوی سره کار ونه لري.

د پاکستاني پوځ او وسله والو ډلو په اړه پرېکړه

د پښتون ژغورنې غورخڼګ په بلنه د اکتوبر له ۱۱مه تر ۱۳مې پورې په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه جوړه شوه. دې جرګې غوښتنه کړې چې په دوو میاشتو کې دې د پاکستان پوځ او طالبان له ټولې پښتونخوا ووځي.

خو ټي ټي پي له خپلو غړیو غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو له فعالیتونو سره کار ونه لري او د جرګې د پرېکړو په اړه هم تر راتلونکي وضاحت پورې غلي پاتې شي.

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «تر هغه وخته پورې دې ټول مجاهدین که هغه جنګیالي وي او یا د ټولنیزو رسنیو فعالان، باید د تحریک تګلاره غوره کړي او خپله ټوله توجه د ظالم، جابر او غاصب پوځ لوريته واړوي.»

د تحریک طالبان پاکستان موخه څوک دي؟

د پاکستاني طالبانو تحریک له خپلو غړیو غوښتي چې خپل ټول پام د پاکستان پوځ ته واړوي:«موږ په ځلونو ویلي چې زموږ هدف یوازې پوځ امنیتي ارګانونه او د هغوی ملاتړي دي او پولیسو ته مو پیغام ورکړی چې تاسو زموږ اصلي هدف نه یاست، لطفاً په دې جګړه کې برخه مه اخلئ.»

پولیس ځايي اوسیدونکي دي خو د پوځ تر ۹۰ سلنه ډېر غړي په پنجاب ایالت پورې تړاو لري چې هم یې ټي ټي پي او هم یې پښتون ژغورنې غورځنګ غاصب او بلوسګر بولي.

پر دې سربېره، منظور پښتین ویلي وو، چې د قامي عدالت جرګه کې یې موخه بله یانې د پاکستاني پوځ پر وړاندې ودرېدل و، خو نوموړي د جرګې پرېکړې ته احترام وکړ او اوس به په هره سیمه کې د پوځ خلاف پاڅونونه وشي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button