ژوندژوند او ټولنه

ټیک ټاک مشهوره کړې اشپزې امریکا کې رستورانت پرانیست

ټیک ټاک مشهوره کړې ویتنامۍ توای نیونین امریکا کې رستورانت پرانیستی دی

امریکا میشتې ویتنامۍ توای نیوین د کرونا د وبا پر مهال د ویتنامي خوړو پخولو ویډیوګانې خپرولې او له همدې کبله په ټیک ټاک کې ډېره مشهوره شوه.

اوس دې ۲۵ کلنې اشپزې د امریکا د کالیفورنیا ایالت لاس انجلس ښار ته څېرمه د “ډي ډي” په نوم خپل لومړنی رستورانت پرانیستی دی.

نیوین وايي، لویدیځ هالیوډ د ګڼې ګوڼې ډک ښارګوټي کې د رستورانت لرل ورته د “خوب لیدل” و او خبره نه وه چې دا خوب به یې دومره ژر رښتیا شي.

نور ولولئ: مڼه، چې خوړل یې معجزه کوي

نیوین د اشپزۍ پوهنځی لوستی او وايي د دودیزو خوړو پخولو ډیر مهارتونه یې له خپلې مور څخه زده کړي دي.

نیوین چې په ماشومتوب کې له خپل مور او پلار سره له ویتنام څخه متحده ایالاتو ته کډه کړې، په اشپزۍ کې خپل بریالیتوب د خپل مور او پلار د تشویق نتیجه بولي.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغې شهرت

نیوین په ټولنیزو شبکو کې په ټوای ډابي (TwayDaBae) مشهوره ده او خپل فعالیت یې له موکبانګ (Mukbang) یا هغو ویډیوګانو څخه پیل کړی چې خپرونکي پکې خپل ځانونه ښيي چې ډیره ډوډۍ خوړلی شي.

نور ولولئ: د مهمو خوړو خوړل جنسي ځواک او قوت زياتوي

خو په ځانګړي ډول د ټیک ټاک له لارې د اشپزۍ ویډیوګانو هغه ډیره مشهوره کړه. نیوین وايي، ویډیوګانې یې د تفریح په خاطر خپرولې او وروسته یې وموندل چې ډیر خلک نه یوازې د خوراک بلکې د پخلي له زده کولو سره ډیره مینه لري.

هغه تر نورو اشپزانو ډېره مشهوره

د نورو اشپزانو برخلاف چې د رستورانت پرانیستلو وروسته شهرت ته رسېدلي دي، نیوین رستورانت نه درلود او هغه خواړه چې د پخولو طریقې به یې په ټولنیزو شبکو کې خپرولې، د خرڅلاو دپاره غونډو او مېلو ته وړل.

نیوین په انسټاګرام ، یوټیوب او ټیک ټاک کې په سلګونو زره فالوران لري او وايي فکر نه کوي چې د خپلو خوړو د پخولو د طریقو خپرول به یې د رستورانت کاروبار ته زیان ورسوي.

هغه وايي، په خپل رستورانت کې د خوړو پخولو هغه ترکیبونه کاروي چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې خپروي.

نیوین خپل رستورانت “ډي ډي” (په ویتنامۍ ژبې کې: ځئ چې ځو) تېره اونۍ پرانیست چې په رنګینو څوکیو، شنو بوټو او طلايي برقي ډېوو سینګار شوی دی.

ټیک ټاک هغه ټولنیزه شبکه ده چې د یوټیوب تر څنګ یې خلک ډېر کاروي او زیاتې پیسې ورباندې ګټي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button