نړیوال خبرونه

پاسپورټ کې د ځنډ ستونزه لا هم نده حل شوې

د بل هر وخته د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ډېر شوي او په خپله د پاسپورت ریاست چارواکي هم مني چې سلګونو زرو کسانو د پاسپورت ترلاسه کول لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د پاسپورټ غوښتونکي باید اړین معلومات ثبت کړي

د پاسپورټ غوښتونکي باید پر انلاین د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره اړین معلومات ثبت کړي او بیا ورته وخت ټاکل کېږي، څو د نورو پړاوونو لپاره د پاسپورټ ریاست ته ورشي. دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر خلک د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره له اوږده انتظاره شکایت کوي او وايي میاشتې وشوې چې نوم لیکنه یې کړې، خو د نورو پړاونو لپاره وخت نه دی ورکړل شوی.

نور یی ولوله | مجاهد: د نجونو ښونځي د دیني مسایلو له امله تړلي پاتې دي

نور یی ولوله | اشرف غني : د قانون پر اساس لا هم ولسمشر یم

د پاسپورټ ولایتي دفترونه تړل شوي دي

خو د پاسپورت ریاست چارواکي وايي دوی د ناروغانو لپاره ځانګړې اسانتیا برابره کړې او ناروغان د هغو کسانو په ډله کې شامل دي چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره ځانګړي لیکونه ورکول کېږي. د یادونې ده چې د پاسپورت ولایتي امریتونه له څه مودې راهیسې بند دي او په ولایتو کې شوې عریضې هم پلازمېنې کابل ته د نورو پړاونو لپاره استول شوي چې دې کار هم د پاسپورت پر ریاست فشار ډېر کړی دی.

چارواکي وايي ولایتي امریتونه یې د فساد د مخنیوي په موخه بند کړي دي. خو ځیني د پاسپورت په ریاست کې هم د فساد خبره کوي او وايي چې د سوو ډالرو په ورکړې ډېر ژر پاسپورت ترلاسه کېدای شي. د پاسپورت ریاست چارواکي وايي دوی په ورځ کې کې د څلورو زرو پاسپورتونو د ویشلو توان لري چې دوه زره یې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې پر انلاین یې نوم لیکنه کړې وي او پاتې دوه زره یې حکومتي چارواکو، لوبغاړو، ناروغانو او سوداګرو ته ورکول کېږي، چې د رسمي مکتوب له لارې ریاست ته معرفي شوي وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button