کورني خبرونه

پاکستان: افغان انتخاباتو دپایلود اعلان په اړه به خپل نظر وروسته ښکاره کوو

پاکستان ويلي په افغانستان کې په صدارتي انتخاباتو کې د اشرف غني د ګټې په اعلان خبر دی او په مناسب وخت کې به دې ته ځواب وايي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون په صدارتي انتخاباتو کې د اشرف غني د ګټې اعلان کړی ؤ. خو د غني رقيب عبدالله عبدالله ويلي د انتخاباتو نتيجې نه مني او هغه به ځان ته حکومت جوړوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر د وياندې عايشه فاورقي نه د ، پنجشنبې په ورځ په اوونيزه خبري غونډه کې پوښتنه شوې چې د اشرف غني په بريا پاکستان رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، پاکستان د افغانستان د انتخاباتو پرمختګ او د اشرف غني برياته په څه نظر ګوري؟.

فاروقي په ځواب کې ويلي،”مونږ (پاکستان) د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمېشن په اعلان خبر دی، مونږ د پرمختګونو څارنه کوو او په مناسب وخت به ورته خپل غبرګون وايو”.

د اغلې نه دا پوښتنه هم شوې چې د طالبانو پخوانی وياند احسان الله احسان په وروستيو کې د پاکستان نه تښتېدلی، ايا د افغان د سولې د عمل سره د دې څه تړاؤ شته؟.

هغې په ځواب کې ويلي، “مونږ د افغانستان د سولې عمل ته ګورو چې دا مخ په وړاندې بېن الافغاني خبرو پله لاړ شي”.

د احسان الله احسان په اړه هغې ويلي، “دا خبره د افغان سولې د عمل سره تړل قياسي زاويه ده او د نظر شريکولو وړ نه ده”.

د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون کېدو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې فاروقي ويلي، “پاکستان څو ځله په دغه اړه خپل نظر وړاندې کړی او پاکستان د بل هر چا نه زيات په افغانستان کې سولې ته لېواله دی، او مونږ هيله لرو چې د سولې تړون وشي، بېن الافغاني خبرو ته لاره هواره شي او په افغانستان کې سوله راشي”.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button