لوبې

پاکستان د نیوزیلېنډ لخوا د درې اړخیزې لوبلړۍ بلنه ومنله

د پاکستان کرکټ بورډ د نیوزیلینډ لخوا بلنه منلې ده او په درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ کې به ورسره ګډون وکړي.

د پاکستان کرکټ یوه چارواکي تایید کړه چې پاکستان په درې اړخیز لوبلړۍ کې د ګډون لپاره موافقه کړې ده ځکه چې دا به لوبغاړو ته د شل اوریزه نړیوال جام لپاره د چمتوالی ښه فرصت ورکړي.

سرچينې زياته کړې چې پي سي بي به په څو ورځو کې د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ له وروستۍ پرېکړې خبر کړي او په رسمي ډول به لوبلړۍ کې د ګډون په اړه ورته ووایي.

نور یی ولوله | کورنیو چارو وزارت ایران ته ناقانونه سفر ممنوع اعلان کړ

د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ ته د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ چارواکو لخوا د درې اړخیز شل اوریزې لوبلړۍ رسمي وړاندیز ترلاسه کړی. په دې درې اړخیزه لوبلړۍ د نیوزیلېنډ ترڅنګ بنګله دیش او پاکستان ته بلنه ورکړل شوې ده.

راپور کې ویل شوي چې ښایي دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د روان کال په اکتوبر میاشت کې په اسټرالیا کې د نړیوال جام دمخه ترسره شي، خو دقیق معلومات یې لا نه دي خپاره شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button