پاکستان کرکټ بورډ هم د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لپاره وروستۍ لوبډله اعلان کړه

کرکټ,ای سی سی,پاکستان

پاکستان کرکټ بورډ هم د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لپاره وروستۍ لوبډله اعلان کړه خو یو شمېر مشهورو لوبغاړو ته ځای ندی ورکړل شوی.

پاکستان له استرالیا او نیوزیلینډ وروسته دریم هېواد شو چې د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام دپاره یې وروستی نوملړ اعلان او کرکټ نړیوالې شورا سره شریک کړ.د ددې نهوړاندې چې کومو لوبډلو خپله لوبډله اعلان کړه هغه ېې هم نړیوال دکرکټ شورا سره شریک کړی دی.

20210906 131053
20210906 131053

د پاکستان لوبډله کې یو شمېر مهم او مشهور لوبغاړي، وهاب ریاض، سرفراز احمد، شعیب ملک، ته چانس ندی ورکړل شوی.بلخوا بیا ځوانو لوبغاړو کې اعظم خان، شاهنواز داني، محمد وسیم او عثمان قادر هغه لوبغاړي دي چې په ۱۸ کسیزه لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

شل اوریزه نړیوال جام ته د پاکستان نوملړ:بابر اعظم لوبډلمشر، شاداب خان مرستیال لوبډلمشر، عاصف علي، اعظم خان، حارث راووف، حسن علي، عماد وسیم، خوشدل شاه، محمد حفیظ، محمدحسنین،

همداراز محمد نواز، محمد رضوان، محمد واسیم، شاهین شاه افریدي، شعیب معقصود، فخرزمان، شاهنواز داني او عثمان قادر.شامل دی د ددې نه مښکې هم څو نورو هېوادونو ټیمونو هم لوبډله اعلان کړه.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments