سیمه ییز خبرونه

پاکستان کی عامو وګړو دین ته د سپکاوي په تور یو سړی په اور سوځولی

 پاکستان   پاکستان

د پاکستان پنجاب کې قهریدلو وګړو  دین ته د سپکاوي په تورن  یو کس وژلی او مړي ته یې اور ورته کړی دی. د پنجاب سیالکوټ ښار پولیس سرچینې  ویلی وژل شوی کس د پریانتها کومارا په نامه پېژندل شوی چې دسري لنکا څخه دی.

دی سرچینې ویلی چی  دغه سړی په یوه ځايي کارخانه کې د صادراتو برخې مسوول په توګه دنده کوله. د یوه ځايي روغتون مسوولین وايي دوی ته د پېښې له ځایه  څخه وړل شوی مړی  جسد په بشپړه ډول  سوځېدلی بلکې ایره شوی. پر خواله رسنیو داسې ویډیوګانی هم  خپور  شوي چې ځینې وګړی یوه سړي ته اور  اچوی  او خپروونکي یې وايي  دا د سیالکوټ همدې پېښې ویډیو ده. د پاکستان لومړي وزير عمران خان دغه پېښه غندلې او دا يې د پاکستان لپاره د شرم وړ ورځ بللې.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

ښاغلی په ټوېټر کی لیکلي چی  په سيالکوټ کې پر يوه کارخانه بريد او د شري لنکا د يوه مدير ژوندي سوځول د پاکستان لپاره د شرم وړ ورځ ده. زه په خپله د پلټنو څارنه کوم او دا روښانوم چې مسولو وګړو  ته به سخته جزا محکوم شی. پولیس وایی د پېښې په اړه  پلټنی او  یې پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې. د عیني شاهدینو په خبره له نن سهار  څخه رادیخوا  د کارخانې کارمونکو  کې ګنګوسی و چې پریانتها کومارا دین ته سپکاوی کړی.

وروسته کارکونکی  د احتجاج لپاره بهر ته ووتل او په همدې ترڅ کې ځینې وګړی  بېرته کارخانې ورغلي او پریانتها کومارا یې وژلی. د مرستندویه ادارې دا مسوولین  وايي هلته له رسېدو نژدې یو ساعت څخه  وروسته دوی وتوانېدل د وژل شوي کس سوځول شوی جسد  مړی روغتون ته ورسوي.

د پېښې یوه بل عیني شاهد په خبره د کارخانې کارکونکی  تر ډېره احتجاج کاوه د شاوخوا سیمې ځینې اوسېدونکي هم ورسره یو ځای شول او ځینې وګړو  پاروونکې خبری وکړې. د دې عیني شاهد ویلی  وروسته یو شمېر وګړی  له وسلې، کوتکو سره کارخانې ته ننوتی او پریانتها کومارا یې ووژل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button