سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ باجوړ کې بمي چاودنې ۲۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

په دې وروستیو کې پاکستان کې پر فوج د ټي ټي پي، بلوچ ملتپالو او نورو ډلو بریدونه زیات شوي دي

دا برید په خیبرپشتونخوا قبایلي سیمه کې شوی چې د لومړیو معلوماتو له مخې ۵ پولیس وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د باجوړ ضلعې پوليسو افسر کاشف ذوالفقار په وینا، دغه پېښه د تحصيل ماموند په بيلټ فرش سيمه کې رامنځ ته شوې. ویل شوي چاودېدونکې توکي له وړاندې هلته ځای پر ځای شوي وو.

کاشف ذوالفقار رسنیو ته وویل، په باجوړ سیمه کې نن (دوشنبه) د پولیو ضد کمپاین پیلېږي او په دې لړ کې د پولیسو کارکوونکي ګومارل شوي دي. د هغه په وينا، پوليس په موټر کې سپاره وو، چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.

د ژغورنې ۱۱۲۲ کارکوونکو په وینا، په پېښه کې ژوبل شوي کسان سمدستي نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د برید پړه ټي ټي پي منلې

د لومړنیو رپوټونو له مخې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي تي پي) د دغې پېښې پړه منلې ده. ټي ټي پي په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي،” په رسنیو کې دغه برید ته بل رنګ ورکول کېږي او له پولیو سره تړاو ورکول کېږي، چې بشپړ درواغ دي.”

د باجوړ يو ځايي خبريال بلال ياسر چې د همدې سيمې اوسېدونکی دی وايي، دفتر ته د تګ لپاره یې تياري نيولې وه، چې يوه زوروره چاودنه وشوه.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

د هغه په وينا، د سيمې خلکو په خپله مرسته ټپيان او د وژل شويو کسانو جسدونه روغتون ته لېږدولي دي.

pak attack2
آنځور؛ پاکستان کې د یو بل برید انځور چې ۲۳ پوځیان په کې وژل شوي وو.

دا په پاکستان کې د پوليو ضد ډلې پر کارکوونکو او په ځانګړې توګه پر پوليسو چې د دوی د ساتنې دنده پر غاړه لري، لومړی بريد نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم پر پوليسو دغه ډول ډېر بريدونه شوي دي.

په پاکستان کې د پولیسو پراختیا

په تېرو ۳۰ کلونو کې په پاکستان کې دغه خطرناکه ناروغي نه ده کابو شوې، په داسې حال کې چې دا ناروغي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوې ده.

تېر کال په پاکستان کې د پولیو شپږ پېښو خبر ورکول شوی وو.

د پاکستان په ۱۵۹ ښارونو کې نن د پولیو ضد کمپاین پیل شو. په دوی کې به په پنجاب کې ۲۳ میلیونه، په سند کې له ۱۰ میلیونو، په خیبر پښتونخوا کې له ۷ میلیونو او په بلوچستان کې له ۲ میلیونو څخه ډېر ماشومان د پولیو څخه د ژغورنې لپاره واکسین شي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ټي ټي پي، بلوچ ملتپال غورځنګ او نورو ډلو له لوري تر سختو بریدونو لاندې راغلی وو چې ګڼو پاکستانیو پوځیانو او منیتي دستګاه ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي وه، خو ټي ټي پي ګواښ کړی چې ۲۰۲۴ کال کې به لا نور پراخ بریدونه وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button