سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل

د پاکستان لوی درستیز وايي، افغانان ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي او ثبات ته یې خطر بولي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر پرون په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.

ده په افغانستان کې د طالبانو حکومت ژمنو ته په اشاره ویلي، دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د پاکستاني پوځ مشر دا خبرې پېښور کې کړي

د پاکستان د پوځ مشر دوشنبه په پېښور کې یوې غونډې ته چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو قربانیانو ته یې په کې درناوی وکړ، افغانستان په دې تورن کړ چې هم یې د دوی مخالفې ډلې خوندي ساتلي او هم په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

نور ولولئ: ژوب کې پر پاکستاني پوځ برید مرګ ژوبله اړولي

هغه تور چې د جمهوریت په موده کې د افغان حکومت له خوا پر پاکستان لګېده.

د جنرال سید عاصم منیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه د ده له قوله وايي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.

پاکستان دا بریدونه د دوحې تړون خلاف بولي

ده په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په اشاره ویلي، دا د چارسمبالي افغان حکومت له خوا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

څه موده وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.

جنرال منیر له ترهګرۍ سره د خپل هېواد مبارزه بریالۍ ارزولې او وایي په سیمه کې یې د ټولنیز- اقتصادي پرمختګ لپاره ثبات او سوکالي رامنځته کړې ده.

نور ولولئ: د پاکستان د پوځ لوی درستیز چین ته د اړیکو قوي کولو لپاره تللی

پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د طالبانو له حکومته شکایت کوي او وايي د تحریک پاکستان طالبان غړیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې. څه چې افغان طالبانو تل رد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې حملې زیاتې شوي او د پاکستان پوځ او نورې نظامي ادارې یې وارخطا کړي دي. دوی پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د ترهګرۍ مخه ونیسي خو طالبان بیا دا تورونه نه مني.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button