کورني خبرونه

پخوانی ولسمشر غني: افغانان د مشروع حکومت غوښتونکي دي

ښاغلي غني په اختریز پیغام کې ویلي، په افغانستان کې طالبان د اخ او ډب په زور مشروعیت نه شي تر لاسه کولی

محمد اشرف غني په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه ژوره خواشیني ښوولي او اندېښنه یې څرګنده کړي چې وضعیت ورځ تر بلې د لا خرابېدو خواته روان دی.

نوموړی وايي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي چې خلک بیا د ټوپک انتخاب ته لاس او د خپل حق د تر لاسه کولو په موخه په دغه هېواد کې یو ځل بیا ورانی جوړ شي.

د ټوپک او کوتک په زور حکومتونه

پخواني ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په درشل کې په خپل اختریز پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ټوپک او کوتک په زور مشروعیت نه شي تر لاسه کولای، باید د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او خلک دي چې حکومتونو ته مشروعیت وربخښي.

نور ولولئ:  افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ خلکو د کورونا خطرونه هېر کړي

نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

اشرف غني په خپل اختریز پیغام چې ویډیويي بڼه یې پر فیسبوک پاڼه خپره شوې ویلي، چې افغانان د مشروع حکومت غوښتونکي دي؛ خو د هغوی هیله دا ده، چې دغسې حکومت د سولې او خبرو اترو له لارې جوړ شي، نه د زور او د ټوپک له لارې.

afghan (26)
طالبان

د ملت او خلکو د صبر کاسه

هغه په دغه پيغام کې دا رنګه ویلي، د افغانستان د خلکو د صبر کاسه نوره ډکه شوې او اندېښنه یې ښودلې چې ولسي خلک دې ته اړ نه اېستل شي چې په دې برخه کې شته غوټه د لاس پر ځای پر غاښ خلاصه کړي.

ښاغلي غني اندېښنه ښودلې، که وضیعت همدغه شان روان وي؛ نو دې کې شک نه شته چې خلک بیا هغه لارې خپلې کړي، چې په تېرو پنځو لسیزو کې یې په خپلولو سره ډېرې ورانې ویجاړې رامنځته شوې.

ښاغلي غني د خپل پیغام په یوه بله برخه کې ویلي، چې نن سبا افغانان په هر څه پوهېږي او هغوی په پټه خوله، پت په پټه حکومتولي نه مني، خلک هر څه ویني او د هر څه په اړه ښه قضاوت کولای شي.

د ولسمشر غني دا ځلې اختریز پیغام د نورو په پرتله متفاوت دی، ځکه دا ځل یې په تونده لهجه او ښکاره ټکو ولس ته خپل پیغام رسولی دی. نوموړي په دې پیغام کې افغانستان ته را روان ګواښونه خطرناک بللي او په افغانستان کې یې د وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښودلي ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button