کورني خبرونه

پر امر بالمعروف د مولوي کبیر غږ: له خلکو سره نرمښت وکړئ

له سراج الدین حقاني وروسته مولوي کبیر هم پر امربالمعروف نیوکې کول پیل کړل

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپل امر بالمعروف وزارت له چارواکو څخه غوښتي چې له خلکو سره په چلن کې له نرمښت او (حکمته) کار واخلي.

نوموړي په کابل کې د “اسلامي نظام او یووالي استحکام” په نامه یوې غونډې ته وینا کې زیاته کړه، “زموږ قوت د دې لپاره نه دی، چې د خپل ملت په مقابل کې یې وکاروو، ولې به یې کاروو؟ چې په قربانۍ کې او په نظام کې یې له ځان سره شریک بولې، نو بیا څه حق لرې، چې تکلیف ورته ورکوې.”

kabir1
له ښځو سره د طالب جنګیالیو ناوړه چلند

پخوانۍ جګړې او د مجاهدینو ناکامي

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، دوی پخواني مجاهدین خپل مشران وروڼه بولي، خو په وینا یې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د اسلامي نظام په ټینګښت کې پاتې راتلل د ټولو مجاهدینو له کبله نه وو، بلکې (ځینې جګړه غوښتونکي، قدرت طلبه او ماده پرست خلک وو، چې له کبله یې ټول مجاهدین بدنام شول.))

نور ولولئ: طالبان په کابل کې فعال سفارتونه د رسمیت پېژندنې په مانا بولي

نور ولولئ: محمد عبدالکبیر د طالبانو سرپرست حکومت رييس‌الوزرا ټاکل شوی

نور ولولئ: مولوي کبیر په افغانستان کې د القاعده موجودیت رد کړ

د خواله رسنیو په ځینو هغو تصویرونو کې چې د جنورۍ په لومړیو کې خپاره شوي وو، لیدل کېږي چې د کابل په تایمني او د کابل ښار په لویدیځ کې ځینې ښځې د امر بالمعروف له خوا نیول کېږي او موټرو ته پورته کېږي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې؛ افغانستان په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو لپاره بد هېواد دی

له خلکو د امربالمعروف توند چلند

د طالبانو دغه چارواکو ادعا کوله، چې دغه ښځې یې “د هغوی د شرعي محرمانو په غوښتنه ښځینه پولیسو نیولې دي.”

مولوي عبدالکبیر د کابل نننۍ غونډې ته وینا کې پر دې موضوع د خبرو په ترڅ کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کړنو ته په اشارې سره وویل: “ما (دوی ته) په مجلس کې هم ویلي چې یوه سړي مستحب پرې ایښي وي او ته د فرض پرې ښوولو سزا ورکوې، نه! په ارام سره، په خاموش‍ۍ سره په توصیه باید کار وشي.”

مولوي کبیر وویل، د امربالمعروف ادارې په مشرتابه کې د (شیخ الحدیث) کچې دیني عالمان شته او په وینا یې “داسې هېڅکله نه شي کېدای چې هغه به داسې څه کوي، چې د امر بالمعروف طریقه نه وي او له خلکو سره به ظلم او زیاتي وي، دا به هېڅکله انشاالله له تاسې سره نه کېږي.”

د یادونې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف اداره د ولس او طالبان تر منځ واټن رامنځته کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button