پر روسیه د اوکرایین ستر برید شنډ شوی
داسې ویل کېږي چې له څو میاشتو راهیسې اوکراین پر روسیه د سترو حملو تیاری نیسي
د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکرایین پر ختیځه سیمه دونیڅک کې د اوکراییني ځواکونو چپاو یې په شا تمبولی او ادعا یې کړې چې ۲۵۰ اوکرایین پوځيان یې وژلي او د هغوی ۲۱ ټانکونه یې ویجاړ کړي.
اوکرایین په دې اړه څه نه دي ویلي او د روسیې ددې ادعا خپلواک پخلی هم نه دی شوی.
نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده
په مسکو کې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اوکراییني پوځ په پنځو سیمو کې د اتو ټانک کنډکونو په مټ بریدونه کړي وو. د روسیې د دفاع وزارت په خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې پر پوځي ګاډو له هوا نه بریدونه کېږي.
د اوکرایین د ځوابي برید ژمنه
اوکراین ژمنه کړې وه چې ځوابي برید کوي، خو د یکشنبې په ورځ کېیف له عملیاتو وړاندې د چوپتیا غوښتنه وکړه. دا لا څرګنده نه ده چې ایا ادعا شوي بریدونه دا په ګوته کوي چې له روسي ځواکونو د اوکرایین د ځمکې بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شي.
د روسیې د دفاع وزارت پر ټیلیګرام وویل: “د جون پر څلورمه سهار دوښمن د جنوبي دونېڅک په لور د لومړۍ کرښې پر پنځو برخو پراخ بریدونه پیل کړل”.
د اوکرایین په جګړه کې روسي رضاکاره پوځیان
اوکرایین له څو میاشتو راهیسې د ځوابي برید پلان لري، خو د ځواکونو د روزنې او له لوېدیځو متحدینو د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره د امکان تر حده ډېر وخت غواړي تر څو روزنه او تجهیزات تر لاسه کړي.
د یکشنبې په ورځ د (روسیې ازادۍ) او (روسي رضاکارانو) کنډکونو وویل چې د روسیې د ننه یې سرحد له لارې بریدونه کړي او مسکو تېره اونۍ د جګړې پرمهال د دوو ولسي کسانو وژل کېدل تایید کړي وو.
دا ځای کیکاږئ: اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړي دي
پر ټیلیګرام یوه وېډیو کې یو سړی چې ځان د (روسي رضاکارو کنډک) قومندان معرفي کوي، وايي د بیلګورود له والي سره د خبرو بدل کې به دوه نیول شوي پوځیان تسلیم کړي.
په وېډیو کې اسیر شوي پوځيان هم ښودل شوي او یو یې ټپي دی.
بله خوا د بیلګورود والي ویاچیسلاف ګلادکوف په یوه وېډيويي پیغام کې ویلي چې د دغو پوځیانو د خوشي کېدو لپاره یې د لیدنې غوراوی پر ځای دی. ګلادکوف ویلي، غالباً دوی (تخریبکاران) دي او ګرانه ده چې ووایم یاد دوه پوځيان به یې وژلي وي.