پر لسو سیمو د پاکستان بریدونه؛ اسلاماباد وايي پوځي اهداف یې په نښه کړي

پر لسو سیمو د پاکستان بریدونه؛ پاکستان وايي چې دغه بریدونه د بېپیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو پر هغو ځایونو شوي چې د اسلاماباد په وینا له افغانستانه پرې د پاکستان پر ضد ډرون بریدونه ترسره کېدل.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاالله تارړ په خپله اېکسپاڼه کې د حکومت د اعلامیې له خپرولو سره ویلي، پاکستاني هوايي ځواکونو په افغانستان کې پر لسو مشخصو ځایونو هوايي او ډرون بریدونه کړي دي.
د تارړ په وینا، دغه بریدونه له افغانستان څخه د پاکستان پر لوري د اته ډرونونو د توغولو په غبرګون او د پاکستان د «ځاندفاع» په موخه ترسره شوي دي.
پر لسو سیمو د پاکستان بریدونه؛ اسلاماباد څه وايي؟
تارړ ادعا کړې چې له افغانستان څخه پاکستان ته استول شوي ډرونونه تر خپلو هدفونو رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا کشف او له منځه وړل شوي دي.
نوموړي ویلي، پر لسو سیمو د پاکستان بریدونه «دقیق او محدود» وو او یوازې هغه پوځي اهداف پکې په نښه شوي چې د پاکستان په وینا له بریدونو سره مستقیم تړاو یې درلود.
پاکستان له طالبانو غوښتي چې د دغه هېواد پر ضد، د اسلاماباد په وینا، ټول «خصمانه فعالیتونه» ودروي او د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې پاکستان یې د افغانستان له خاورې د فعالیت تورنوي.
پر لسو سیمو د پاکستان بریدونه؛ د طالبانو دریځ
طالبانو د پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګواکې د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه اته ډرونونه پاکستان ته استول شوي او د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستمونو ویشتلي دي.
طالب چارواکو همداراز پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان تازه هوايي بریدونه تایید کړي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه بریدونه «ښکاره تېری» بللی او ادعا یې کړې چې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
په کابل کې د روسیې سفارت هم د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او له دواړو خواوو یې غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.



