پر پټاقیو بندیز؛ په کابل کې پلټنې ګړندۍ شوې

کابل – د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل ښار کې د پټاقیو د پلور د مخنیوي لپاره تازه پلټنې پیل کړې دي. چارواکي وايي، دا ګام د غږیزې ککړتیا او د خلکو د شکایتونو له زیاتېدو وروسته اخیستل شوی.
په بازارونو کې څه روان دي؟
د وزارت د معلوماتو له مخې، د څارنې ټیمونه د ښار په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د شپږمې او اوومې ناحیو په بازارونو کې ګرځي او هغه دوکانونه څاري چې پټاقۍ پلوري.

په ځینو سیمو کې دوکاندارانو ته ویل شوي چې پاتې پټاقۍ له خپلو هټیو وباسي او بېرته یې عمده پلورونکو ته وسپاري.
د دوکاندارانو غبرګون
یو شمېر دوکانداران وايي، ناڅاپي بندیز ورته تاوان اړولی دی. د کابل یو هټیوال وایي:
“موږ دا توکي مخکې اخیستي وو، اوس یې بېرته ورکول هم اسانه نه دي.”
خو ځینې نور بیا وايي، که قانون وي، باید په ټولو یو شان عملي شي.
خلک څه وايي؟
په کابل کې ځینې اوسېدونکي د دې پرېکړې هرکلی کوي. هغوی وايي، په ځانګړي ډول د اخترونو پر مهال د پټاقیو شور د ماشومانو او ناروغانو لپاره ستونزې جوړوي. پر پټاقیو بندیز

خو یو شمېر ځوانان بیا باور لري چې که بدیل تفریحي لارې نه وي، دا ډول بندیزونه عملي کول سخت وي.
د بندیز هدف څه دی؟
چارواکي ټینګار کوي چې پر پټاقیو بندیز د خلکو د ارامۍ او د بېنظمیو د مخنیوي لپاره دی. د دوی په وینا، دا بهیر به یوازې کابل پورې محدود نه وي او نورو ښارونو ته به هم وغځول شي.

که څه هم پر پټاقیو بندیز د ځینو خلکو له ملاتړ سره مخ دی، خو د عملي کېدو په برخه کې یې لا هم ځینې ستونزې شته. دا به په راتلونکو ورځو کې روښانه شي چې دا پرېکړه څومره دوامداره او اغېزمنه وي.



