سفر خبرونه

پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

د طالبانو ریاست الوزرا مولوي کبیر له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د کډوالو جبري شړل ودروي

اخوا، تورخم پنډغالي ته تازه راستانه شوي کډوال بیا د پاکستان ځواکونو له ناوړه چلند شکایت کوي او له طالبانو غواړي، چې دوی ته دایمي سرپناه جوړه او لاسنیوی یې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو غواړي، چې افغان کډوال په جبري توګه ایستلو ته اړ نه‌کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال تورخم کې د کډوالو له لنډمهالي پنډغالي د لیدنې پر مهال وایي، چې دا مهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول سوداګرو یې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.

له ۵۰زرو د زیاتو کډوالو راتګ

مولوي عبدالکبیر وویل:«له ټولو هېوادونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دوی ګډوال اړ نه‌کړي چې افغانستان ته د یخنۍ په موسم کې یا په نورو بیړنیو حالاتو کې چې هغوی راتګ ته برابر نه‌وي، خپل توکي یې راټول کړي نه‌وي، خپل حسابونه یې تصفیه کړي نه‌وي، څوک یې اړ کړي چې دلته راشي.»

refugees 1
راستنېدونکي افغان کډوال

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس باز محمد عبدالرحمان هم څرګندوي:«تراوسه پورې له ۵۰ زره زیاتې کورنۍ راغلي؛ خو بهیر تراوسه ولاړ نه‌دی او روان دی چې کله ودرېد بیا به وروسته معلومه شي. لس یا پنځلس ګډې دي چې په زور ایستل شوي دي.»

نور ولولئ:  مسکو د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې پانګونې ته لېواله دی

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

اخوا، تورخم پنډغالي ته تازه راستانه شوي کډوال بیا د پاکستان ځواکونو له ناوړه چلند شکایت کوي او له طالبانو غواړي، چې دوی ته دایمي سرپناه جوړه او لاسنیوی یې وکړي.

له طالبانو د کډوالو غوښتنې

له پاکستانه را ایستل شوي مسکین افغان په دې هکله وویل:«له پاکستانه موږ له دې امله راووتلو چې هغوی پر بټیو چاپې پېل کړې او په بټیو کې یې څوک نه‌پرېښودل، نو موږ ته خپل غزت ګران و، خپل وطن ته راغلوو.»

له پاکستانه را ایستل شوی نور محمد هم وايي:«د چا چې ځمکې نه‌وي‎، باید ځمکه ورته وکړي او که د چا ځای وي نو هغوی ته باید کور جوړل کړای شي او سرپناه ورته جوړ کړای شي.»

انجلینا جولي: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه بشري ناورین دی

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې تر دې دمه د تورخم دروازې له لارې څه باندې ۵۰ زره کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې لا هم طالبانو راغلو کډوالو ته هغه ډول خدمات نه دي وړاندې کړي چې د دوی ستونزې پرې هوارې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button