ځایی

په افغانانو کې د فقر رېښې؛ د کابل په څېر لویو ښارونو کې د غلا او اختطاف کچه لوړه شوې

د خلکو تر منځ بې‌روزګاري او فقر خپل وروستي حد ته رسېدلي چې له دې سره د جرمونو کچه هم لوړه شوې ده

تازه نن ماښام (مرغومي۶مه) په کابل کې ناڅرګندو وسله‌والو د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې مشر متخصص ډاکټر پوهنوال غفار همدرد په ډزو وژلی او وسله‌والو له سیمې پېښې سپکې کړې.

تېره ورځ د غلو له لوري په ننګرهار ولایت کې د الیاس په نوم یو ماشوم د غلو له لوري لومړی اختطاف شو، خو کله چې یې کورنۍ غلو ته د پیسو له ورکړې انکار وکړ، نو هغوی یاد ماشوم وواژه. خلکو ددې پېښې په غبرګون کې له طالبانو وغوښتل چې عاملین یې پیدا او په سزا ورسوي.

له ځینو ولایتونو د ناموسي وژنو راپورونه هم ورکول کېږي

بل‌خوا په غزني ولایت کې لېوره خپله کونډه ورېندار په دې پلمه وژلي چې له ده سره یې له نکاح انکار کړی و. په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له لوري لاس په لاس کېږي، د یوې ښځې جسد د یوې لویې کلا تر څنګ پروت او په ویډیو کې یوه ماشومه لیدل کېږي د خپلې وژل شوې مور پر جسد ژاړي او ویر کوي. دا پېښه ښیي چې طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د جنايي پېښو کچه راټیټه کړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

نور ولولئ:  د جنسي اړیکو رسوا کېدونکې طالبان یوازې له دندو ګوښه کېږي

نور ولولئ: د طالبانو ۲۵۰۰ کسان په تیري، قتل، اختطاف، غلا او نورو جرمونو کې ښکېل او بندیان دي

په پلازمینه کابل او نورو ښارونو کې هره ورځ د غلا، اختطاف او نورو جنايي جرمونو پېښې لیدل کېږي، خو زیاتې یې نه رسنیزې کېږي ځکه په افغانستان کې طالبانو پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي او د هرې پېښې خبري پوښښ نه شي ورکولی.

د وسله والو غلو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

په دې وروستیو کې د کابل ښاریانو اندېښنه ښودلي چې د وسله والو غلاوو او اختطاف یا انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې او دوی له ماښام وروسته په ډاډه زړه د ښار په کوڅو کې نه شي ګرځېدلی. د عبدالحمید په نوم یو تن وايي:”موږ نه شو کولی چې په ډاډه زړه چېرته ولاړ شو او یا له ماخستن وروسته له کوره ووځو ځکه غله ډېر شوي او د یوه مبایلونو پر سر دې هم وژني. د طالبانو په راتګ اول کال دا پېښې کمې شوې وې، خو اوس بېرته بیا اوج ته رسېدلي دی.”

خو بل لور ته طالبان بیا خبر ورکوي او وايي چې د الیاس د قتل په اړه یې دوه شکمن کسان نیولي، خو د نورو ترسره شوو پېښو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button