Uncategorized

په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ او طالبان

د خبریالانو ملي ورځ په افغانستان کې د کب میاشتې ۲۷مه نیټه ده چې د رسمي ورځې په توګه د تیر جمهوري حکومتي کابينې په ۱۳۹۷ کال کې تائيد کړې ده تر څو د ملي ورځې په عنوان په تاريخ کې ثبت شي

په ١٣٩٢ لمریز کال کې د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د خبریالۍ مسلک اهمیت، خلکو ته د خبر رسونې په برخه کې د خبریالانو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو او د رسنیز ډګر قربانیانو ته په کتو په يوه نوښتیزې طرحې د خبر رسونې له متخصصانو سره په مشورې د حوت ٢٧مه د خبریال د ورځې په نوم ونوموله او له هغه وخته يې هر کال په بېلابېلو مراسمو کې لمانځي او په دې مناسبت د رقابتي سیالۍ له لارې د افغانستان د کال خبریال هم انتخابوي او ستايي یې.

ددغې ورځې د رسمي کېدو طرحه په ۱۳۹۶ لمريز کال کې د خبري بنسټونو د فدراسیون په ناسته کې مطرح شوه چې له بحث او بررسۍ وروسته تائيد او د ملي ورځې د ثبت په مناسبت د قانوني مراحلو د طی کولو په خاطر اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ولېږل شوه.

دا هم ولولئ:  ۲۰اوریز نړیوال جام کې د افغانستان غوره لوبه او د یوګانډا ستره ماته

نور ولولئ: طالبان: خبریالان د “ملي امنیت ساتلو په موخه” نيول شوي وو

د یادونې وړ ده چې د حوت ٢٧مه د لمریز کال د پای ته رسیدو سره په سمون، د رسنیو داخلي سازمان کلنۍ بررسي، د رسنیو او خبریالانو د کاري وضعیت په اړه د کلني راپور سره د سمون په خاطر دغه ورځ د خبریال د ورځې په نوم ونوموله.

د دغې ورځې د لمانځنې په موخه هر کال د کال لس غوره جايزې هم مستحقو کسانو ته ورکول کېدلې خو د طالبانو حکومت له راتګ سره سم دغه ورځ نه ده لمانځل شوې.

په ورته مهال سږ کال د دغه ورځې په مناسبت د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نۍ خبريالانو ته مبارکي ويلې ده

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ د دې ورځې په پار زياته کړې چې اوس مهال خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال له پیل څخه تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.

د نۍ د معلوماتو له مخې، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په وروستۍ پېښه کې یوازې په بلخ کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

نور ولولئ: بخښنې سازمان طالبانو ته: خبريالان خوشې کړئ، خبریال مه نېسئ

نور ولولې: طالبانو کندهار کې څو سیمه ایزې رسنۍ تړلې او یو شمېر کارکوونکي یې نیولي

یادې ادارې ویلي چې سږکال د خبریالانو لپاره له ستونزو ډک کال دی او له مسوولو چارواکو یې غوښتي چې له رسنیو او خبریالانو څخه ملاتړ وکړي.

دا هم ولولئ:  چمپینز ټرافي؛ ۲یمه نیمه پایلوبه نن د سویلي افریقا او نیوزیلانډ ترمنځ کېږي

نۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي ویلي وو چې هيڅوک د رسنیو په کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري او یوازې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوی پر فعالیتونو د څار اجازه لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button