سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

په افغانستان کې د لوږې بحران؛ د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه ښودلي ده

د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه ښودلي چې که چېرې له افغانانو سره مرستې ونه شي، نو بحران به رامنځته شي

په دې اړه پرون د خوړو نړۍوال پروګرام وویل چې د افغانستان دوه په درېیمه برخه خلک اړینو بشري مرستو ته اړ دي او له دوی سره باید عاجلې مرستې وشي.

نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام غواړي له نورو اړمنو افغانانو سره بشري مرستي وکړي

د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو،اېف، پي) وايي، په راتلونکي زېږدیز کال کې به له ۲۹ مېلیونو زیات خلک چې د افغانستان د ټول نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ۱۷ میلیونه اړمنو سره مرسته کړې

د دغه بنسټ له‌خوا د روان کال له پیله په افغانستان کې نږدې ۱۷ مېلیونه خلکو ته خوراکي توکي رسول شوي دي.

دغه بنسټ لا پخوا ویلي و، سږنی کال به لس مېلیونه هغه خلک له مرستو بې برخې شي چې دوی وار له مخې د مرستو لپاره به نښه کړي وو.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ او لوږې کچه لوړه شوې او د دغه ناورین د لمنځه وړلو لپاره دوامداره بشري مرستې اړینې دي.

نور ولولئ: افغانستان کې بې وزلي؛ ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو لا هم په دغه هېواد کې د لوږې او خوار ځواکۍ په اړه هغه شمېرې نه دي تایید کړې، چې د نړۍوالو بنسټونو له‌خوا وخت ناوخته خپریږي؛ خو ډېر کله داسې هم پېښ شوي، چې له نړۍ والو یې په دې برخه کې د لاسنیوي غوښتنه کړې او کله نا کله یې د دغسې شمېرو خپرول د دوی د نظام پر وړاندې رسنیز تبلیغات هم ګڼلي دي.

د سخت ژمي رارسېدل او هېواد کې بې وزلي

سره له دې چې هېواد کې سخت ژمی په رارسېدو دی او له بل لوري د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په خلکو کې بې وزلي ډېره شوي ده، خو ددې بحران د کابو کولو لپاره طالبان هېڅ برنامه په لاس کې نه لري، تر څو وکولی شي چې بې وزلو خلکو ته عاجلې مرستې ورسوي او په را روان ژمي کې د بحران مخه ونیسي. طالبان د نړیوالو بنسټونو اندېښنې د دوی د واکمنۍ پر ضد تبلغیات بولي، خو که چېرته تاسو واقعیت وګوری، نو واقعیت دادی چې افغانستان کې د خلکو بې وزلي تبلیغات نه بلکې موجوده ده او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

که نړیوال بنسټونه عاجلې مرستې ونه کړي، نو کېدای شي چې بحران زیات شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button