ځایی

په افغانستان کې مرموزې وژنې دوام لري

د هېواد په بېلابېېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې دوام لري، خو ډېر شک پر طالبانو دی

د هېواد ځينې اوسېدونکي د مرموزو وژنو له زیاتوالي اندېښمن دي. هغوی وايي ډېری دا ډول وژنې د «ناپېژانده وسله‌والو» په نوم کسانو له لوري کېږي.

یوازې تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې له ۱۲ ډېر کسان وژل شوي دي. د وژل شویو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي. د سیاسي چارو کارپوهان بیا طالبان په دې پېښو کې تورنوي. هغوی وايي طالبان د غچ‌اخیستنې په نوم په «عمدي یا غېرعمدي» توګه خپل مخالفان وژني. د دوی په باور، نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې له مرموزو وژنو «باخبره» ده؛ خو «خوله» نه پرانېزي. هغوی خبرداری ورکوي چې که دا لړۍ دوام مومي، خلک به د طالبانو پر وړاندې په «ملي پاڅون» لاس پورې کړي. ورته مهال، د هېواد ځيني اوسېدونکي بیا د دا ډول وژنو د درېدو او له نړیوالو عدلي او قضايي بنسټونو د دې پېښو د عاملانو د محاکمه کېدو غوښتنه کوي.

دغه وژنې چېرته شوي دي؟

یوازې د سلواغې پر ۵مه د پنجشنبې له ورځې راهیسې، نږدې ۱۲ مرموزې وژنې په تخار، هرات، هلمند، بادغیس او بلخ کې شوې دي. دا شمېرې له رسنیو راټولې شوې او ښايي له دې زیاتې هم وي.

لومړۍ پېښه پنجشنبه د سلواغې پر ۵مه شوې چې د هرات ښار د «باغ دشت» په سیمه کې د یو ښوونکي مړی له درې ورځو ورکېدو وروسته وموندل شو. دا ښوونکی جمعه‌ګل نومېده او د هرات ښار په کابل دروازه کې د کابلبانک له څانګې تر معاش اخیستو وروسته ورک شوی و.

نور ولولئ:د طالبانو په واکمنۍ کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو روغتیايي وضعیت خراب دی

نور ولولئ:  د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

په دویمه پېښه کې له تخاره سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د یو درې کلن ماشوم مړی چې په مرموز ډول وژل شوی و، مړی یې شنبه د سلواغې پر ۷مه، د دغه ولایت د اشکمش ولسوالۍ په «پشه» کلي کې موندل شوی دی. د سرچینو په خبره، دا ماشوم له وهلو ټکولو وروسته زندۍ شوې چې ځای پرځای شوی دی. د دغه ماشوم مړی له پنځو ورځو ورکېدو وروسته موندل شوی دی.

taliban crime1

ددې وژنو ښکار بانفوذه خلک دي

ورته مهال، د «سړي تښتونکو» په نوم کسانو د یکشنبې پر ورځ په هرات کې له هغې وروسته چې د یو قومي مشر په تښتولو بریالي نه شول، نوموړی یې په غوریان ولسوالۍ کې د «روزنک» کلي اړوند سیمه کې وواژه. دا قومي مشر «ارباب عبدالسلام» نومېده او ۵۰ کلن و.

پر دې سربېره، په هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده کسانو په دغه ولایت کې یو ۳۰ کلن سړی په دار ځړولی دی. سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه د هلمند د مارجې ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده. سرچینې زیاتوي چې دا کس د یوې مدرسې د خونې په چت کې راځوړند شوی و. د دې پېښې انګېزه او څرنګوالی روښانه نه دی.

د یادونې وړ ده چې دغه لړۍ لا هم دوام لري، خو ویره داده چې که دا لړۍ دوام وکړي کېدای طالب رژیم ته مشکل جوړ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button