کورني خبرونهنړیوال خبرونه

په افغانستان کې ۱۰۰۰ ښځې بندیانې دي

د زندانونو چارو ریاست وايي، په ټول هېواد کې له ۱۴ زره بندیانو څخه چې ۱۰۰۰ یې ښځې دي

د دې رياست مسوولين وايي، چې دغه ټول بنديان جنايي دوسيې لري

نور یی ولوله | د پښتني کلتور د سپړلو ورځ

  نور یی ولوله | افغانستان په ترکیه او سوریه کې له زلزلې وروسته د مرستو اعلان وکړ

د زندانونو د چارو رييس محمد يوسف مستري وويل: دا مهال په زندان کې ١٤٠٠٠ بنديان دي چې له ١٠٠٠ څخه زياتې يې ښځې دي

د دې رياست مشر وويل، چې هېڅ سياسي بنديان نشته او د دوسيو تر څېړلو وروسته ١٥زره کسان خوشې شوي دي

د زندانونو د چارو رییس محمد یوسف مستري وویل:«موږ زرګونه دوسیې څېړو او ۱۵ زره بندیان خوشي شوي او نږدې درې زره بندیان به ډېر ژر خوشې شي او زموږ زندانونه د ۲۰ زره بندیانو ظرفیت لري.

د پلچرخي زندان یو شمېر ښځینه بندیانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د دوی دوسیې په دقیق ډول وڅېړي او په شفاف ډول یې حکم وکړي

په همدې حال کې یو شمېر شنونکي وايي، د بندیانو دوسیې باید په شفاف ډول وڅېړل شي

شنونکي سبحان الله مصباح وويل: له نيول کېدو څخه هر بندي ځينې حقوق لري او د هغوى څېړنې او محاکمه بايد د قانون له مخې او په شفاف ډول ترسره شي

له اسلامي امارت وروسته په پلچرخي کې د بندیانو شمیر صفر شو

د زندانونو د چارو د ادارې چارواکي وايي، چې دا مهال ډېری زندانیان د قتل، نشه يي توکو د قاچاق، غلا او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button