لوبېلوبې خبرونه

په تکواندو کې د افغانستان لومړی مقام

د تکواندو په سیالیو کې افغانستان د ۲۳ هېوادونو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ

افغان ځوانان د سپورټ په ډګر کې خورا ښه ځلېږي او کولی شي چې په هره سیالۍ کې افغانستان ته ویاړونه ور په برخه کړي.

د افغانستان تکواندو لوبغاړو په پاکستان کې د تکواندو ازادو اسيايي “جی ۲” سياليو کې اتلولي خپله کړه.

نور ولولئ: د افغانستان فوټبال ښځینه ملی ل‍وبډلی پرتګال کی پنا واخستله

نور ولولئ: افغان لوبغاړی فرید مالک وايي د سپینو زرو مډال به افغان کډوالو ته د مرستې په خاطر خرڅ کړي

د افغانستان تکواندو ملي فدراسیون ویلي، په دې سیالیو کې د المپیک او نړیوالو اتلانو په ګډون له ۲۳ هېوادونو څخه د تکواندو ۳۱۳ لوبغاړو ګډون کړی وو، چې افغانستان وکولای شول د نارینه وو په برخه کې دوه د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه ترې وګټي.

د سرو زرو مډالونه چا ګټلي دي؟

په دې لوبو کې دوو افغان لوبغاړو د سرو زرو مډالونه هم ګټلي دي. افغان لوبغاړو محسن رضايي او علي اکبر امیري له دغو سیالیو د سرو زرو مډالونه وګټل.

محسن رضايي د ۶۳ کیلو ګرام وزن په پایلوبه کې خپلو څلورو پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړه او وروستی سیال یې د سعودي عرب و. ښاغلي رضايي د سعودي عرب لوبغاړي ته په ماته ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دغه راز علي اکبر امیري د پاکستان او مصر سیالانو ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته رسېدلی و. په پایلوبه کې یې خپل پاکستانی سیال هم مات کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

د افغانستان دوو نورو لوبغاړو حکمت الله زین په ۶۸ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو او امید سهاک د ۷۴ کیلوګرامو په وزن کې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

همدا شان په پاکستان کې مېشتې افغان تکواندو لوبغاړې زرغون نوري هم د نجونو لپاره د ۴۹ کیلو ګرامه په وزن کې د برونزو مډال وګاټه.

غوره روزونکی یا کوچ هم افغان دی

د دغو سیالیو په پای کې د فغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر تره کي ته د غوره روزونکي لقب ورکړل شو. او د غوره لوبغاړي لقب هم محسن رضايي خپل کړ.

دغه سيالۍ د نومبر په درېيمه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شوې وې او د نومبر میاشتې تر پنځمې یې دوام وکړ.

بل پلو د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د اسیا رګبي سیالیو په لړ کې د پنځلسو هېوادونو ترمنځ څلورم ځای خپل کړی دی.

په دغو سیالیو کې تایلنډ لومړی، بحرین دویم او قزاقستان دریم ځایونه مقامونه ګټلي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په کرکټ نړیوال جام کې هم ښې لاسته راوړنې لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button