کورني خبرونه

په تېرو دریو ورځو کې کابل کې څو بریدون شوي

تازه برید پرون مازدیګر په کابل کې شوی چې لږ تر لږه درې ولسي وګړي یې وژلي

په دې وروستیو څو ورځو کې په کابل او ځینې نورو ولایتونو کې چریکې حملې زیاتې شوي او دارنګه بمي چاودنو هم د خلکو په خاص ډول د کابل اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي.

دوی زیاتوي چې په دې وروستیو کې په ډاډه زړه ښار او کاروبار ته نشي تللی. دوی وايي، په هغو ځایونو کې ډېر د ویرې احساس کوي چېرې چې طالبان وي او یا هم د ادارې وي، ځکه اکثره وخت بریدونه په دا ډول ځایونو کې کېږي، خو طالبان بیا دا بریدونه د اندېښنې وړ نه بولي او وايي چې دا کوم خطر نه دی.

kabul2
انځور؛ طالبانو کابل ښار کې قدم په قدم تلاشي کوي.

په کابل کې وروستی برید

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږ تر لږه درې ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، چاودنه د سې شنبې په ورځ مازدیګر مهال شاوخوا درې بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند الوخېلو سیمه کې د لارې پر سر پر یوه مارسډیز ډوله موټر شوې ده.

نور ولولئ: په کابل کې د پرونۍ چادونې قربانیان څه غواړي؟

نور ولولئ: په کابل ښار کې ځانمرګی برید شوی

نور ولولئ: طالبان وايي، داعش له منځه تللی؛ تېره شپه یې کابل کې بل برید کړی

نوموړی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ ته شوې ده.

په کابل کې ایمرجنسي روغتون هم ویلي چې د یادې پې‍ښې له ځایه دوی ته څلور ټپیان ور وړل شوي چې د یوه یې روغتیايي وضعیت ناوړه ښودل دی.

دغه روغتون وايي، چاودنه په یوه میني بس کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ ته شوې ده.

لا تر اوسه روښانه نه ده چې د چاودنې هدف څوک و او دا چاودنه چا کړې ده.

درې ورځې وړاندې د دشت برچي حمله

درې ورځې وړاندې هم د کابل په لوېدیځ کې په یوه میني بس کې چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې وژل شوي وو.

dushtee barchi
انځور؛ په دې چاودنه کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي وو.‌

په یاده چاودنه کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي وو.‌

د یادې چاودنې مسؤلیت (اسلامي دولت) نومې “داعش” ډلې منلی و.

پر دې سربېره د کابل ښار اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې په دې ښار کې د امنیت ټینګښت ته فکر وکړي. ددوی په خبره امنیتي اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي او بریدونه هم د پام وړ زیات شوي دي. ددې ښار اوسېدونکي وايي چې ناامنۍ وارخطا کړي او دا وارخطايي یې باید له منځه لاړه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button