کورني خبرونه

په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو اعدامېدل

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په غرني کې یې پر دوو کسانو د اعدام حکم تطبیق کړی دی

د طالبانو د سترې محکمې د خپرې کړې اعلامیې له مخې، پر دغو کسانو د قصاص دا حکم پنجشنبه د غزني د مرکز د علي لالا کلي د فوټبال په لوبغالي کې د طالبانو حکومت د یو شمېر چارواکو او ګڼ شمېر عامو خلکو په حضور کې پلی شوی دی.

په بیان کې چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې په ایکس‌پاڼه خپور شوی، راغلي چې قصاص شوي کسان سید جمال‌الدین او ګل خان نومېدل چې یو یې اته کاله وړاندې او بل یې دوه کاله مخکې په جارحه الو ‘چاقو‌ګانو’ دوه کسان قتل کړي وو.

executed1
د طالبانو ستره محکمه

د درې واړو محکمو د قصاص حکم

د سترې محکمې د بیان پر بنسټ دواړه کسانو ته درې ګونو محکمو د قصاص سزا اورولې وه چې وروسته د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت‌الله له لوري تایید شوه، خو ازادي راډيو په خپلواک ډول دا نه شي تاییدولی چې په اعدام د تورنو کسانو د محکمې بهیر څومره روڼ وو او ایا دواړو کسانو ته د ځان د سپیناوي لپاره امکانات برابر شوي وو او که‌نه.

تېره ورځ د غزني چارواکو له سیمه‌ییزو خلکو غوښتي وو چې د اعدام ځای ته ورشي، خو له ځانونو سره دې هېڅ ډول برښنايي وسیله نه وړي.

نور ولولئ: طالبانو په پکتیا کې پنځه تنه عام محضر کې په درو وهلي

نور ولولئ: طالبان نور چاته خپل‌سرې سزاګانې نه شي ورکولی

نور ولولئ: د طالبانو ستره محکمه؛ بامیانو کې یې ۱۳ تنه په درو وهلي

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې دواړه کسان د مقتولینو د کورنیو د غړو له لوري په ډزو وویشتل شول.

executed2
طالب جنګیالي

په دې اړه عیني شاهدان

یو عیني شاهد، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، هم وویل چې دواړه کسان د دوی د سترګو پر وړاندې په ډزو وویشتل شول.

هغه زیاته کړه: “موږ چې کله د فوټبال میدان ته ورغلو، وروسته چې ننداره چیان راډېر شول، دوه کسان یې راوستل یو یې اته مرمې وویشته او بل یې شپږ مرمۍ وویشته.”

دا پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته په عام محضر کې د اعدام درېیم او څلورم مورد و چې ترسره شو.

له دې وړاندې طالبانو د ۲۰۲۳م کال په جون میاشت کې په لغمان کې یو تن د پنځو کسان د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړی و.

د یادونې وړ ده چې خلک د طالبانو پر قضايي سیستم نیوکه کوي او وايي چې په اقرارونو کې له شکنجو او نه‌کره شواهدو کار اخیستل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button