سپورټ

په لوګر ولایت کې د څلورو ولایتونو تر منځ د والیبال سیالۍ

د افغانستان په لوګر ولایت کې د څلورو ولایتونو لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ تر سره شوې

دا سیالۍ داسې مهال تر سره کېږي چې لا هم افغان لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي او د سانتیاوو له نه شتون شکایتونه کوي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د والیبال فدراسیون له لوري د لوګر په کوربه‌توب د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

دا سیالۍ د یاد ولایت په مرکز کې ترسره شوې

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي وویل، دا سیالۍ په مرکز پل‌علم کې د لوګر، کابل، میدان‌وردګ او کاپیسا ولایتونو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

یادې سیالۍ پرون یکشنبه د لیندۍ ۲۶مه په لوګر کې پیل شوې دي.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا لوبډلې لوبه مساوي کړه

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ د سویډن او اسپانیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته لار ومونده

نعیم‌زي زیاته کړه چې د پیل شویو سیالیو څخه یې موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی او د ولایتونو په کچه د والیبال لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

دا سیالۍ د ناک اوټ په سیستم کې کېږي

د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ به په څلورو پړاونو کې د «ناک اوټ» په سېسټم وشي او لومړي، دویم او درېیم مقام ګټوونکو ټیمونو ته به ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شي.

د لوګر د والیبال یوه لوبغاړي سیداغا سلام‌وطندار ته وویل، خوښ ده چې د والیبال فدارسیون له لوري د یاد ولایت په کوربه‌تون په پل‌علم کې د څلورو ولایتونو په کچه د والیبال سیالۍ پيل شوې.

نوموړي د بدني روزنې او ورزش امریت څخه غواړي چې ورته سیالۍ د هیواد په نورو ولایتونو کې هم جوړې کړي او ورزشکارانو ته د والیبال برخه کې د ظرفیت لوړونې او ورزشي وسایلو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې د روانې میاشتې په پیل کې هم د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د والیبال د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم درې ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شوي دي.

خو پر دې سربېره ځینې لوبغاړي شکایت کوي چې دوی د لوبو په ډګر کې له ستونزو سره مخامخ دي. دوی زیاتوي چې د لوبو لپاره معیاري ډګرونه او نور سهولتونه نه لري، خو له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم د افغانستان په ګټه او د افغانستان د سرلوړۍ لپاره خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button