سفر خبرونه

په نړۍ کې ولې خلک مهاجرتونه کوي؟

د بشر په تاریخ کې خلک د بېلابېلو لاملونو له امله له یوه ځایه بل ځای ته مهاجرتونه کوي چې دلته ورباندې لنډ بحث کوو

په نږدې وختونو کې بشر یا نسلونه په دې توانېدلي چې له خپلې سیمې ډېر لرې ځایونه ته مهاجرتونه وکړي چې له ځانونو سره د فرهنګ په څېر تجربې او نورې ګټې له یوې ټولنې بلې ته انتقال کړي. خو له ګټو سره یې خینې زیانونه لکه قاچاقي تګ، وړوکی نسل یې د سیمو خلکو فرهنګ خپلو او د خپل هغه هېرول او نور زیانونه هم لري. دارنګه د دریمې نړۍ د ملتونو مهاجرت ددې لامل هم کېدای شي چې نړیوال اقتصاد ته زیان واړوي او اقتصادي مشکلات رامنځته کړي.

د مهاجرت یا کډوالې ګټې

لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، مهاجرتونه د نسلونو تر منځ بېلابېل فرهنګونه شریکوي، له یوې ټولنې بلې ته نوي هنرونه او تجربې انتقالوي او که چېرته با تجربه کسان او پر نننۍ ټکنالوژۍ پوه او علمي کسان داسې سیمو ته مهاجرت وکړي، نو ددې امکان هم ډېر دی چې مهاجرین منونکي هېوادونه یې له تجربو ګټه پورته کړي او د خپل هېواد اقتصاد او صنعت ورباندې په پښو ودروي، خو تر څنګ یې هغه هېوادونه بیا زیان وینې چې دا ډول باتجربه او علمي کسان ورڅخه وځي.

نور ولولئ: اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي

د هغه مهاجرتونو زیانونه چې خپل سري وي او ناقانونه وي

د دریمې نړۍ او یا هغه هېوادونو چې جګړو کې ښکېل دي یا هغه سیمې چې خلک په کې د روزي پیدا کولو لپاره لالهانده وي؛ داسې ولسونه او نسلونه هڅه وي تر څو هغو هېوادونو ته مخه کړي چې هلته ورته د کار او ژوند کولو نور سهولتونه برابر وي. دا ډول مجبور نسلونه اکثر مهاجرتونه په قاچاق ډول کوي چې په نړۍ کې د انساني قاچاق د جرمونو کچه لوړېږي او ډېری انسانان، حتی ښځې او ماشومان ددې غیر قانوني مهاجرتونو قرباني کېږي. د مثال په ډول تاسو وګورئ، په دې وروستیو کې د عراق، سوریې، افغانستان او نورو جنګ‌ځپلو هېوادونو څومره اتباع په ځنګلونو، واورو، یخونو، دښتونو او سمندرونو کې ورک شول او څومره لا نور د بلاګانو خولو ته لوېږي.

نور ولولئ: يو شمېر خلک وايي چې سياحتي شرکتونو ترې بهر ته د تګ په پلمه‎ پیسې تښتولي

مهاجرتونه د بشر له پیدایښت سره سم پیل شوي، چې ګڼ لاملونه لري او په دې باندې هر اړخیز بحث په کار دی، خو اوس همدومره کفایت کوي چې تاسو ته دغه لیکنه د مهاجرتونو د ګټو او زیانونو په اړه یو لید درکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button