نړیوال خبرونههنر او ادب

په نږدې راتلونکې کې به پټان فلم په چين، جاپان او جنوبي کوريا کې په ځينو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي

د پټان مشهور فلم په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د جنوري مياشتې په ۲۵ مه نېټه په هندوستان کې نندارې ته وړاندې شو، چې په نږدې راتلونکې کې به په چين، جاپان او جنوبي کوريا کې هم نندارې ته وړاندې شي

د پټان فلم چې اصلي لوبغاړی او مرکزي کرکټر يې شاروخان دی د پښتنو په ژوند او سرښندنه جوړ شوی دی. په نوموړي فلم کې له شاروخان سره بل مشهور باليووډ لوبغاړی، سلمان خان هم شته او مخالف کرکټر يې جون ابراهام دی.

د پټان فلم لارښود سيدارت انند دی چې له دې مخکې د وارډ ټو فلم لارښود هم پاتې شوی دی.

د پټان فلم د نندارې وړاندې کېدو سره سم ډېر په چټکۍ مشهور شو او په ډېر کم وخت کې يې پخواني فلمي ريکارډونه مات کړل

د نوموړي فلم نندارې ته د وړاندې کېدو په ۳۷مه ورځ د باهو بلي فلم دويمې برخې ريکارډ مات کړ چې ۶۵۳٫۹۲ کروړه هندۍ کلدارې يې وګټلې او خارجي خرڅ شوی رقم يې ۳۹۵٫۷۷ کروړه هندۍ کلدارې و چې په ټوله کې يې نږدې ۱۰۵۰ کروړه هندي کلدارې عايد ترلاسه کړ چې ۱۳۰ ميليونه امريکايي ډالر کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د پټان فلم په جوړېدو ۲۲۵ کروړه هندي کلدارې مصرف راغلی و.

نوموړی فلم په افغانستان، هندوستان، اسپانيا، متحده عربي امارات، ترکيه، روسيه، ايټاليا او فرانسه کې جوړ شوی دی.

د فلم کتونکو په وينا د پټان فلم يو ښه والی دا دی چې په يوه ځانګړي تور بخون رنګ جوړ شوی دی.

په نوموړي فلم کې د VFX په واسطه د فلم صحنې په ډېر لوړ کيفيت جوړې شوې دي. د پټان فلم نندارې ته له وړاندې کېدلو مخکې د باليووډ فلمونو اتحاديې د نوموړي فلم ځينې صحنې د هندوستان د فرهنګ خلاف بللې وې.

نوموړی فلم په امازون پرايم باندې د روان ميلادي کال د مارچ په ۲۲مه نېټه په آن‌ لاين توګه وړاندې شو چې په ډېره تېزی سره د خلکو د خوښۍ او پام وړ وګرځيد.

د نوموړي فلم په اړه فلم پوهانو او د باليووډ اداکارانو ډېرې مثبت نظريې او څرګندونې لرلې چې د فلم د لا حمايت سبب شوې.

پټان فلم تر اوسه په قانوني توګه يوټيوب ته نه دی اپلوډ شوی خو وار له مخه ځينو خلکو په افغانستان کې ليدلی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button