ځایی

په هرات کې د اورلګېدنې زیانونه

په هرات ولایت کې اورلګېدنې یو تن مړ کړی او دوه نور یې ټپیان کړي دي

افغان‌ناو (جمه، کب ۲۶مه) په یاد ولایت کې د اور لګېدنې پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اور وژنې اداره کافي وسایل نه لري. له همدې کبله دغه اداره نه شي کولی چې د اورلګېدنې پېښه په خپل وخت مهار کړي او کاروباریانو شتمنو ته نجات ورکړي.

په هرات ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو ویلي دي چې دې تازه اورلګېدنې یو کس مړ کړی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه سرچینې زیاتوي، په هرات کې ولایت کې د اورلګېدنې له کبله د یو کس د مړينې او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د اورلګېدنې سیمه

سرچینې وايي، د اورلګېدنې پېښه د تېلو په یوه پلورنځي کې رامنځته شوې چې وروسته اور له کنټرول وتلی او د مالي زیان تر څنګ یې ځاني زیان هم رامنځته کړی دی.

fire (3)
وړاندې هم د کابل په یوه لیلامي مارکېټ کې اور لګېدلی و

د هرات له روغتون سره مو اړیکه ونیوه، د روغتون مسئولین وايي چې یو جسد ور وړل شوی او دوه تنه ټپیان ور وړل شوي دي. دوی زیاتوي چې د پېښې له ډګره نور کسان نه دي ور وړل شوي.

نور ولولئ: د مدیترانې ځنګلونو کې لګېدلی اور؛ په زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

نور ولولئ: الپ غرونو د کنګل ویلې کېدل؛ د ۳۷ کلن ورک غر ختونکي پاتې شوني راښکاره شوې

دا اورلګېدنه پنجشنبه د کب پر ۲۴مه له غرمې وروسته د هرات ښار اړوند د «چهار سوق» سیمې د تیلو په یو پلورنځي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې د حبیب‌الله فیضي په نوم یو کس مړ شوی دی.

د اور وژنې ډله سیمې ته ناوخته رسېدلې ده

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې د طالبانو د اور وژنې ډله سیمې ته ناوخته رسېدلې او په وینا یې، دا چاره د اور د پراخېدو لامل شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اور وژنې پر اداره خلک نیوکه کوي او وايي، د پېښې ځای ته په خپل وخت ځانونه، نه شي رسولی او یا هم په دې برخه کې ناغیړي کوي.

په دې اړه مو د طالبانو له ځايي چارواکو سره اړیکه ونیوه، هغوی حاضر نه وو چې په دې اړه نور معلومات ورکړي.

همدا لامل شو چې تر دې دمه په هرات کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي او د معلوماتو له شریکولو یې ډډه کړي ده.

څه موده وړاندې هم د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د اور لګېدنې له کبله یو ماشوم مړ شوی و.

د یادونې وړ ده چې دوه میاشتې وړاندې په کابل کې هم په یوه سوداګریز مارکېټ کې د برښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی و او لسګونه میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button