په ژور خپګان اخته کسانو سره د مرستې کولو لارې چارې
هغه کسان چې په ژور خفګان اخته وي، تاسو وروسره له مرستې کولو لپاره له دې لارو چارو کار اخیستی شې
“دا ټوله ستاسو وېره او خیال دی”، “اندېښنې ته اړتیا نشته” یا هم “خوښ اوسئ، تاسو به ښه احساس وکړئ.”
د شکرې ناروغان باید دا خبرې ونه اوري. خو کله چې د رواني ناروغۍ یا خپګان خبره وي، زموږ په ټولنه کې ډېر خلک ورته رنګارنګ او عجیبې مشورې ورکوي.
عام خلک خو لا څه، اکثره ډاکټران هم داسې خبرې کوي، چې ناروغ نه پوهېږي، ورته وژاړي که وخاندي.
ډیری وختونه، ډاکټر د ناروغ د ژغورنې لپاره د عقیدې په تړاو خبرې ورسره کوي او په منظمه توګه د لمانځه اوداسه ادا کولو نسخه ورکوي.
نور ولولئ: له وخت مخکې يا ژر انزال درملنه
د ارواپوهانو په وینا، خپګان هر چا ته پیدا کېدای شي. که تاسو په ورځنيو کارونو کې د نه هڅولو احساس کوئ، ډیر خپګان، د نهیلۍ، احساس یا د وېرې او بې وسۍ احساس کوئ، نو کېدای شي تاسو هم په ژور خپګان اخته شوي یئ.
که څه هم ډیری خلک دا نه مني، چې ژور خپګان هم یوه منظمه ناروغي ده. په نورو علایمو کې، بې خوبي، د اشتها یا وزن کموالی، په پرېکړې کولو، توجه او حافظې په برخه کې ستونزې او په دې ناروغۍ اخته کسان ان د خپل ژوند پای ته رسولو په اړه هم جدي فکر کوي.
که دا حالت د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، نو انسان له ژونده د نهیلۍ احساس کوي، چې په طبي اصطلاحاتو کې “کلینیکل ډیپرېشن” ورته وايي.
د دې تر څنګ د طبي کارپوهانو په اند د خپګان یا ډیپرېشن نورې نښې ښايي د ژامې او سر درد، بدهضمي، تنفسي ستونزې هم وي چې ظاهرا له کومې ناروغۍ سره تړاو نه لري.
خپګان ولې پېښیږي؟
په کراچۍ کې د اغا خان میډیکل یونیورسټۍ سره تړلی د ارواپوهنې پروفیسور ډاکټر مراد موسی خان په وینا، زیاتره رواني ناروغۍ د ارثي ناروغیو او د هر شخص د حالاتو او چاپېریال له امله رامنځته کېږي.
د هغه په وینا، “که ستاسو کومه خور، ورور، مور، پلار یا کوم بل خپلوان په خپګان اخته وي، نو ښايي تاسو ته هم پیښ شي.”
“سربېره پردې، که ستاسو مالي وضعیت او چاپېریال نا مناسب وي، دا هم د رواني نا راحتۍ او فشار لامل کېږي، چې له امله یې هر څوک د خپګان احساس کوي.”
ژور د ښاغلي موسی خان په وینا دا ناروغي هغه خلک هم اغېزمنوي چې بله اوږدمهاله یا مزمنه ناروغي لري لکه سرطان، د زړه یا کومه بله مزمنه ناروغي.
نور ولولئ: د معدې زخم؛ لاملونه او درملنه
ژور خپګان ستاسو د ورځني ژوند په فعالیتونو هم اغېزه کوي. له ستاسو سره له بستره د وتلو احساس نه وي، یا هم د خلکو له لیدلو ځان لېرې ساتئ.
ډاکټر موسی خان وايي، د وینې فشار او نورو ناروغیو لپاره کارول شوي درمل هم د خپګان یا ډیپرېشن د زیاتوالي لامل کېږي. “ډېری خلک سټرایډونه کاروي، کوم چې د دوی فکر او مزاج بدلوي. ځینې خلک د دوی له امله ډېره وېره احساسوي یا احساساتي وي، خو ځينې بیا په داسې حال کې په خپګان اخته کېږي.”
د خپګان درملنه څنګه کېدای شي؟
ارواپوه ډاکټر علي هاشمي وايي، که د خپګان بڼه ډېره ژوره نه وي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان نه یاست، نو کولای شئ د خپل خوراک په سمولو، کافي خوب کولو او په منظمه توګه په ورزش کولو سره هغه لېرې کړئ.
خو که د خپګان نښې دومره سختې او شدیدې وي چې ورځنۍ چارې مو اغېزمنې کړې وي، نو په دې حالت کې د کورنۍ، ملګري او یا ستاسو شاوخوا کسانو ته ووایئ چې په تاسو کې د پام وړ بدلون راغلی، نو د سم تشخیص لپاره باید له یوه متخصص څخه مرسته وغواړئ.
هغه وايي کېدای شي دا مسلکي کس ستاسو عمومي ډاکټر، د رواني ناروغیو ډاکټر، یا هم د سلا مشورې متخصص وي.
ارواپوهان معمولا د رواني ناروغانو درملنې لپاره له هغوی سره مشورې کوي.
او یا هم د ځینو ازمینو او درملو سپارښتنه کوي. ځینې وخت دا دواړه درملنې په یوه وخت هم ترسره کېږي.
بي بي سي په دې اړه له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړي چې په خپګان اخته دي.
ډیری کسانو ویلي، په ورځني ژوند کې چې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، هر هغه چاره ترسره کوي چې د خپګان بار یې راکم کړي.
د دې برخې کارپوهانو په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې ستاسو د احساساتو څرګندول له دې سره تړلي او خورا مهم دي، هغه څوک چې تاسو ورسره خبرې کوئ ستاسو په حال څومره ښه پوهېږي او غبرګون یې څه دی.
دوی زیاتوي، دا اړینه ده پوه شئ، هغه خلک چې داسې حالت لري او له ډاکټر سره مشوره کوي په دې معنی نه ده چې هغه کس لیونی دی. “په هر حال، که نور خلک تاسو ته غوږ ونیسي او مرسته در سره وکړي، نو په ټولنیزو رسنیو کې به شریکول ګټور وي.”
د ډاکټر علي هاشمي په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې د شریکولو ګټه دا ده چې تاسو کولی شئ له هغو خلکو سره اړیکه ونیسئ چې تاسو یې هېڅ نه پېژنئ.
هغه وايي “په دې کار سره تاسو کولی شئ خپل احساسات او فکر له نورو سره شریک کړئ او نوې اړیکې جوړې کړئ چې په نورمال او عادي حالت کې امکان نلري.”
هغه زیاتوي، بل پلو که ټولنیز رسنۍ ستاسو پر شخصي ژوند حاکمې وي او تاسو په ریښتیني ژوند کې د کورنۍ له غړو او ملګرو سره هېڅ مرسته نه کوي، مه یې ګورئ او څه مه پکې شریکوئ، ځکه دا د خپګان د زیاتوالي لامل کیدای شي.
څنګه مرسته وکړو؟
د ارواپوهانو په وینا، که ستاسو په کورنۍ یا ملګرو کې څوک د ژور خپګان نښې نښانې ولري، نو خبرې ورسره وکړئ او پوښتنه ترې وکړئ چې دوی څه احساس کوي.
له داسې شخص څخه باید وپوښتل شي، هغه له څه ډول ستونزې سره مخ دی او کوم ډول مرستې ته اړتیا لري.
د کارپوهانو په وینا، دا به غوره وي که تاسو دوی ته پام وکړئ او دوی وهڅوئ چې د ارواپوه یا مسلکي کس څخه مرسته وغواړئ.
خو که په دې چاره کې زړه نازړه وي، تاسو کولی شئ پخپله ولاړ شئ او له یوه ډاکټر سره مشوره وکړئ او پوښتنه ترې وکړئ چې تاسو باید پدې حالت کې څه وکړئ. د کارپوهانو په اند پر دې سربېره تاسو کولی شئ له نورو سرچینو لکه انټرنیټ او نورو څخه هم معلومات راټول کړئ.
د ډاکټر علي هاشمي په وینا، زموږ په ټولنه کې د ژور خپګان او د هغې د درملنې په اړه ډېر کسان د سپکاوي ذهنیت لري.
“که تاسو یو چا ته ووایاست چې په خپګان اخته یاست یا مو د خپګان لپاره درملنه کېږي، تاسو به ډیری وخت اورېدلي وي چې وايي خپګان یوه ناروغي نه ده، بلکې د شخصیت کمزوري یا د ګناه احساس دی.”