ژوندژوند او ټولنه

د معدې زخم؛ لاملونه  او درملنه

د معدې زخم ته په انګلیسي ژبه کې پیپټیک اولسر وایي او په ولسي ژبه کې ورته د معدې او د کوچنیو کولمو د اثنا عشر زخمونه وایي

دا په ټولیز ډول هغو دردوونکو ټپونو ته وایي چې د معدې د داخلي دیوال او یا هم د وړو کولمو د اثنا عشر په برخه کې رامنځته کیږي.

د دغې ناروغۍ څخه په نړۍ کې ډیری انسانان ځوریږي، په ټولیز ډول د ژوند په هره مرحله کې لیدل کیږي یعنی په ماشومتوب، ځوانۍ او سپین ږیرتوب کې.

د معدې د زخمونو یا ټپونو د رامنځته کېدو لاملونه د دغې ناروغۍ د پیدا کېدو په لومړیو وختونو کې څرګند نه وو، مګر نن ورځ له نیکه مرغه طبې څیړنو ثابته کړې ده چې د معدې زخمونه په معده او کوچنیو کولمو د اثنا عشر په برخه کې د مایعاتو د نابرابرښت والي له امله رامنځته کیږي.

د معدې زخمونه د التهاب ضد غیر اسټرویډي درملو لکه اسپرین، نایروکسین او ایبو پروفین درملو له ډیرو کارولو څخه هم منځته راځي.

د معدې زخمونه ۷۰ سلنه د هیلیکو باکټر پیلوري په واسطه رامنځته کیږي.

د معدې زخم لاندې نښې لري

د سوزیدنې یا مالښتي درد د معدې په لاندیني یا پورتنۍ برخه کې ډیر ځلې له خوړو وروسته د شپې له لورې.

د معدې درد او سوزیدنه.

کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه.

د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ لري.

د وزن له لاسه ورکول.

شدید دردونه دمعدې په پاسنۍ یا منځنۍ برخه کې.

دمعدې دردونه چې ډیر ځلې ناروغان یی د ځیګر په لاندې برخه کې د پښتیو په منځ کې حس کیږی.

د معدې دردونه د ډوډې خوړلو څخه شل دقیقې وروسته پیلیږي که د خیټې درد وي نو د خوراک څخه دوه نیم ساعته وروسته پیلیږي.

د زړه بدوالی: ډیر ځلې د غوړو موادو، چاکلیټو،ګاز لرونکو نوشابو تر خوړلو او څښلو وروسته د زړه بدوالي حس کوي.

د اشتها کموالی.

د لږ خوراک وروسته د مړښت حس کول.

سرګرځیدنه او خوا ګرځیدنه.

د بولو یا غایطه موادو رنګ یی تور وي.

د نس پړسوب، قهر او د ستړیا نښې هم ورسره ملګري وي.

د خطر فکتورونه:

۷۰ سلنه د میکروب رامنځته کېدل د ایچ پایلورې په واسطه.

د NSAID کارول لکه اسپرین، ایبوبرفین او ناپروکسن ډیر کارول.

د کورنۍ غړي چې مخکې تر دی د معدې په زخم اخته شوی وي.

د الکولي مشروباتو ډیر څښل.

عمر له ۵۰ کلنې څخه زیاتیدل.

د تنفسي سیسټم شدت لرونکې ناروغي.

د پښتورګو له کاره لویدل او هایپر پاراټایروډیسم د کلسیم دکمښت له امله د معدې اسید پورته ځي.

رواني فشارونه د زولینګر ایلسن سنډروم (چې د نیورو اندوکراین د سرطانونو له امله د اسیدونو اندازه زیاتیږي، د اثنا عشر، جیجونو او ایلیوم کوچنیو کولمو کې ټپونه لیدل کیږي).

د مري په برخه کې د معدې عکس العملونه.

په کوچنیو کولمو کې د مایکل ډایورټیکولم او معدې هیټروپا رامنځته کیدل.

د هاضمې سیسټم د سرطانونو په واسطه.

د اسید تولید د ګاسترینوم په واسطه، د معدې سرطاني حجرې چې د اسید د تولید لامل ګرځي.

دمعدې د زخم تشخیص:

معالج ډاکټر د ډیرو ساده پوښتنو په مطرح کولو سره د معدې د زخم نښې پیدا کوي، له دی وروسته چې ډاکټر د ناروغۍ نښې نښانې ومومي نو ډاکټر په پیل کې د ځینو ابتدایي د معدې د درد ضد او انتې اسید درملو څخه ګټه پورته کوي.

ځینې وختونه د معدې لپاره اندوسکوپې کاروي چې اندوسکوپي داسي يوه اله ده چه په سرکي يي يو کوچني او پر مختللي کامره ده چه د دي کامرې په واسطه دمعدي او کولمو داخلي ديوالونه په ډيري اساني سره دتلويزیون پر پرده په واضح ډول ښودلاي شي چه هلته زخم يا غيري نورمال حالت شتون لري که نه، همدارنګه اندوسکوپي په واسطه د معدې د داخلي برخو څخه د غوښې د کوچنیو ټو ټو اخیستل هم ډیر اړین دی چې ترې د ناروغتیا په څیړلو کې ګټه اخیستل کیږي.

د معدې زخم درملنه

لاندیني درمل د معدې د زخم د کنټرول لپاره ګټور دي:

انتي اسیدونه:

انټې اسیدونه ضعیف قلویات دي چې د معدې هایدروکلوراید اسید سره مالګه او اوبه جوړوی. په ټولیز ډول سره له خوړو څخه وروسته ۴۵ Meq/l هایدرو کلوریک اسید تولیدیږي چې ۱۵۶ Meq /l ډوز په ورځ کې یو ه ساعت له خوړو وروسته ناروغ ته ورکول کیږي او په ۲ ساعتونو کې د معدې اسید خنثی کوي.

د H2 اخذې انتې ګونیسټونه:

د دغو درملو ډوز د پښتورګو او ینې ناروغیو په شتون کې باید لږ شي. په ټولیز ډول سره د معدې د پیپسین او د اسیدو اندازه په لوړه کچه او ژر راښکته کوي.

دغه درملونه په ورځ کې دوه ځلې ناروغ ته ورکول کیږي، که له خواړو څخه دوه ساعته مخکې وکارول شي نو د معدې اېښسیدل راښکته کوي همدارنګه د مرۍ په التهابونو او میکروبې کیدلو کې کارول کیږي او د دغه درملونه د ۶ څخه تر ۸ اوونیو پورې توصیه کیږي.

د معدې د موکوزا ساتونکی مواد:

د معدې او کوچنیو کولمو د اثنا عشر برخه یو ډول خپل ساتونکې توکي لري چې د پیپسین او اسید اندازه راښکته کوي.

د موکوزا او بشروي حجري نږدي نښلیدنه د اسید او پیپسین د تیریدو مخنیوی کوي.

بشروي بای کاربونیټ افرازات د معدې د لومین PH کچه را پورته کوي.

د وینې جریان چې له ځان سره حیاتي عنصرونه او بای کاربونیټ لري.

بشروي پروسټاګلانډین چې د بای کاربونیټ او بشروی حجروته د ویني جریان تحریکوي.

انتي بایوټیک:

په هغه صورت کې چې معده مکروبي شوی وي انتي بایوتیک اخیستنه ګټور دي چې انتي بایوټیکونه د یو – دوه اوونیو پورې د معدې ضد درملو سره یوځای توصیه کیږي.

د معدې ځینې وینه لرونکې ټپونه چې ممکن د ځینو جراحیو له امله رامنځته شوی وي د اندوسکوپې په واسطه یی ښه درملنه کیږي.

د معدې زخم وقایه:

د لاندې شیانو له څښلو یا خوړلو څخه په جدي ډول ډډه وکړئ.

سګریت مه څکوئ ځکه سګريټ څکول د معدي د داخلي طبقي مقاومت راکموي او په اساني سره پرې اسيد اغیز کوي او د زخم یا ټپ د رامنځته کیدلو لامل ګرځي.

الکولي مشروبات مه څښئ.

هغه درمل چې پر معده ښه نه لګیږي د اسپرین، بروفین یا NSAID له ډیرې کارونې څخه ډډه وکړئ.

د تشویش او ذهني فشار څخه ځان باید په کلکه وساتئ .

ځینې ناروغي لکه د سږو، پښتورګو او اروایي ناروغۍ د معدې د زخم پاریدنې لامل ګرځیدای شي.

د زیاتو غوړو او تیزابي شیانو له خوراک او څښاک څخه ځان وساتئ.

د مرچکو، اچارو، چکنیو او مسالو څخه ځان وساتئ.

نور ولولئ: په 7 ورځو کې د معدې غوړ لرې کړئ

رومیان، مالټې، د ستروس کورنۍ میوې لکه نارنج، مالټه، لیمو او کینو څخه د ټپ درلودو پر مهال په کلکه ځان وساتئ.

خپل خوراک مو مناسبه اندازه کې وساتئ نه ډیر لږ نه ډیر زیات.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button