په کابل کې د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون
په پلازمېنه کابل کې د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون پرانېستل شو
د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د غوره ملي خدمتونو د نندارتون دویم پړاو د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په دارالامان ماڼۍ کې پرانېستل شو. دغه څلور ورځنی نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یوشمېر صنعتکارانو لهخوا د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.
نور ولولئ: هرات کې د ښځو لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي مرستیال سعدالدين سعيد د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال وویل، د کورنيو توليداتو ملاتړ د وارداتو کچه راټیټوي او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «حکومت تل د مالیې په کمولو، د برښنا او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره د صنعتکارانو ملاتړ کړی. موږ دا هڅه کوو چې له کومو لارو کورنیو تولیداتو ته وده ورکړو.»
د کورنیو تولیداتو لپاره د داسې نندارتونونو مهموالی
د تسل ګروپ رییس او د یاد نندارتون یو تنظیموونکی تسلخان وايي، دغه ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، د قراردادونو راجلبولو، سوداګرو ته د بازارموندنې او د کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې ګټور تمامېدای شي.
د غوره ملي خدمتونو په دویم نندارتون کې د لاسي صنایعو، خوراکي توکو او انځورګرۍ په څېر د بېلابېلو برخو کورني تولیدات په ۲۵۰ غرفو کې چې ۱۰۰ یې ښځو ته ځانګړې شوي، نندارې ته اېښودل شوي دي.
نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوبۍ په نندارتون کې د افغان میرمنو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي
يوشمېر هغه کسان چې په دغه نندارتون کې يې خپل توکي نندارې ته ايښي وايي، تمه لري چې دغه نندارتون به یې په ګټه تمام شي. د نندارتون ګډونوالې صوفیا او احمدولید زیاتوي:
«زموږ محصولات روغتیايي او د سینګار توکي دي. هیله لرو چې لاستهراوړنې ولرو، پېر مو ښه شي. نندارتونونه زموږ د محصولاتو پېژندنې او د پېرودونکو راجلبولو لپاره ډېر مهم دي.» «دغه نندارتون د خلکو پوهاوي او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ډېر مهم دي. موږ تمه لرو چې د نندارتون په پای کې به پېرودونکي را خپل کړو.»
د دا ډول نندارتونونو جوړول په بازار موندنه کې رول لري
د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون ته راغلي یوشمېر کسان وایي، د دغه ډول نندارتونونو په جوړېدو سره به د کورنیو تولیداتو د پېرلو لپاره د هېوادوالو لېوالتیا زیاته شي.
د کابل ښار اوسېدونکې زهرا وايي: «څو غرفې مې چې ولیدلې، ډېرې ښې جامې یې لرلې. دا یو ښه کار دی، سړی کولای شي ویې پېري او ورسره د خلکو د بلدتیا لامل کېږي. که د دوی ملاتړ وشي، موږ به له اقتصادي اړخه ډېره وده وکړو.»
د غوره ملي خدمتونو د نندارتون لومړی پړاو د روان زېږدیز کال په وري میاشت کې جوړ شوی و. د یادونې ده چې تېر کال هم کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه په کابل ښار او یوشمېر ولایتونو کې څو کوچني او لوی نندارتونونه جوړ شوي وو.