Uncategorized

په کندوز کې د واکسیناتورانو د وژلو په تور طالبانو هغه څلور کسان نیولي دي

په کندوز ولایت کې طالب چارواکي وايي ۴ تنه یې په دې ولایت کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ پر ضد واکسین کولو کمپاین د ۷ تنو کارکوونکو د وژلو په تړاو نیولي دي. طالب چارواکي وايي نیول شویو کسانو د واکسیناتورانو او دوو طالبانو پر وژلو اعتراف کړی دی. 

 

تراوسه پورې د ۴ کسانو د نیول کېدو خبر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی خو داسې تصویرونه خپاره شوي چې څلور کسان په کې لاس تړلي ښکاري او طالبانو ویلي دا هغه څلور کسان دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د کمپاین ۷ کارکوونکي یې وژلي وو. د نیول شویو کسانو له قوله ویل شوي، دوی ته لارښوونه شوې وه چې کندوز ولایت ته لاړ شي او هلته د پولیو واکسیناتوران ووژني. 

 

په کندوز کې د عامې روغتیا رئیس نجیب الله ساحل مخکې ویلي وو چې په کندوز کې د پولیو د کمپاین دوه تنه کارکوونکي چې یوه یې ښځینه وه د چهار طاق په سیمه کې وژل شوي دي. د هشت صبح ورځپاڼې د رپوټ له مخې هغه مهال یوې سرچینې ویلي و چې دوه تنه نارینه واکسیناتوران د امام صاحب ولسوالۍ په ابراهیم خیل سیمه کې وژل شوي وو. سرچینو دغه راز ویل چې درې تنه ښځینه واکسیناتورانې د امام صاحب ولسوالۍ عبدالله دهقان سیمه کې په وسلوال برید کې وژل شوې وې. 

نور یی ولوله | عثمان خواجه په زړه پوری ریکارډ جوړ کړ

 

په کندز کې د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې په دریو جلا بریدونو کې ټولټال ۷ واکسیناتوران وژل شوي چې ۳ تنه یې ښځینه وې. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نمایندګۍ د واکسیناتورانو وژنه په کلکه غندلې، هغه یې له نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه بللې او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده. 

 

ملګرو ملتونو دې پېښو ته په غبرګون کې د افغانستان په دوو شمالي ولایتونو کندوز او تخار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین کولو کمپاین ځنډولی دی. یو شمېر سخت دریځي په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پرضد د واکسین کولو کمپاین د لوېدیځ دسیسه او د استخباراتي معلوماتو د ټولولو په موخه بولي. 

 

په افغانستان کې ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق له طالبانو سره په همغږۍ پیل کړی و. افغانستان کې دغه سراسري کمپاین له څه باندې دریو کلونو وروسته پیل شوی او په پام کې وه چې ۳ اعشاریه ۳ میلیونه ماشوم چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، پکې واکسین کړای شي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button