نړۍ خبرونه

په یمن کې د مرستو وېش کې د ګډوډۍ له کبله لسګونه کسان وژل شوي

د یمن پلازمېنې صنعا ښار په یوه ښوونځي کې هغه مهال لږ تر لږه ۷۸ کسان ووژل شول چې د روژې میاشتې په مناسبت د خیریه مرستو لپاره یو ځای شویو خلکو په ګڼه ګوڼه کې ټېل ماټېل رامنځته شو

دا مرستې معمولا د روژې میاشتې په وروستیو دریو ورځو کې وېشل کېږي.

د باب الیمن سیمې دې پېښې په ویډیو او انځورونو کې خورا خواشینونکې صحنې تر سترګو کېږي. د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي چې دې ښوونځي ته سلګونه کسان د هغې مرستې ترلاسه کولو لپاره ورغلي وو. د دغو مرستو کچه نهه امريکايي ډالره ښودل شوې چې هر چاته نهه امریکايي ډالر په نغدي توګه ورکول کېدې.

نور ولولئ: امریکا غواړي ټیم لینډرنګ د یمن لپاره نوی استازي په توګه وټاکي

د یادونې ده چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د حکومت له نسکورېدو وروسته د پلازمېنې کنټرول د حوثي یاغیانو په واک کې دی. د یمن کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي‌ چې د مرستو وېشونکي نيول شوي او د پېښې په هکله پلټنې پيل شوې دي.

د پيښې په اړه د صنعا ښار روغتيا پالان وايي

په پلازمېنه صنعا کې د عامې روغتیا مسوولین وايي چې په پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي. د دوی په وینا د ۱۳ کسانو روغتیايي وضعیت سخت دی. ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس بیا د دوو عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې حوثي یاغیانو د خلکو ګڼې ګوڼې کنټرول لپاره هوايي ډزې وکړې چې پایله کې یې په ظاهره د برېښنا مزي ولګېدل او چاودنه هم وشوه.

له ۲۰۱۵ ميلادي کال راهیسې جګړه روانه ده

یمن کې له ۲۰۱۵ ميلادي کال راهیسې چې حوثي یاغیانو د هېواد پر ډېرو سیمو کنټرول ترلاسه کړ، سخت کړکيچ روان دی. د یمن ولسمشر عبدالربه منصور هادي له هېواده بهر ته وتښتېد او د سعودي عرب په مشرتابه د عربي هېوادونو ایتلاف په یمن کې مداخله وکړه، خو له هغه راهیسې جنګ، جګړې دوام لري.

د رپوټونو له مخې د دې جګړو له کبله په یمن کې ۱۵۰ زره کسان وژل شوي او ۲۳ میلیونه کسان چې د ټول نفوس دریېمه برخه کېږي، په یوه نه یوه شکل مرستو ته اړتیا لري.

تېره اوونۍ بیا د یمن جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د بندیانو یوه تبادله وشوه چې د دې هېواد اته کلنې کورنۍ جګړې پای ته رسولو لړ کې د مهمې پیلامې په نظر ورته کتل کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button