سیمه

پوتین له طالب رژیم سره د اړیکو پر پراختیا هیله ښوولي ده

روسیه وايي، له طالبانو سره کېدای شي اوسنۍ اړیکې نورې هم ښې شي

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غونډې په څنډه کې وویل، چې افغانستان د ثبات په لور روان دی. د روسیې ولسمشر خبریالانو ته وویل: «په افغانستان کې وضعیت پیچلی دی. خو موږ هیله من یوو چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړو.»

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس د راپور له مخې، پوتین ټینګار کړی، چې مسکو نه شي کولای له دې حقیقت سترګې پټې کړي چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی. هغه زیاته کړه: «موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»

د نړۍ اوسنی حالت د پوتین له نظره

د روسیې ولسمشر د نړۍ وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل: «هغه څه چې په اوکراین کې روان دي د اوسنیو ستونزو یوازینی لامل نه دی. ایا په اسیا کې وضعیت ښه دی؟ ایا له افغانستان سره د مشترک المنافع هېوادونو په پوله کې پیښې باید موږ دومره خوشبین کړي چې موږ خپل پام بل لوري ته واړوو؟»

په دې وروستیو کې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ او له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې خبرې کړې دي. د دغو خبرو تمرکز د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراخول وو.

نور ولولئ: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: “له چین سره مو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې”

نور ولولئ: المرصاد: اسلام اباد د خپلو ګټو په خاطر چین د سیمې نیابتي جګړو ته راکاږي

طالبان هیله لري چې د روسیې په مرسته خپله نړۍواله انزوا کمه کړي. روسیه او طالبان د لویدیځ له خوا تر سختو اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې دي؛ روسیه په راوکراین باندې د پوځي برید له امله او طالبان د ترهګرو ډلو د ملاټړ له پلوه د لویډیځ له خوا تر سختو بندیزونو لاندې دي.

په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې لپاره د شرایطو چمتو کول

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر له روسي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ډله هڅه کوي بهر ته د افغاني توکو د صادراتو د زیاتوالي او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره شرایط برابر کړي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شایګو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده. طالب چارواکو د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي په حواله ویلي، چې مسکو به دغه ډله د روسیې له تور لېست څخه وباسي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button