پښتونخوا؛ د بکاخېلو مشران: پوځ دې زموږ سیمې ته جنګ نه راوړي

په بنو کې د بکاخېلو مشرانو پوځ ته ویلي چې سیمې ته دې یې جنګ نه ور وړي
د خیبر پښتونخوا بنو ضلعې د بکاخېلو مشرانو پر پوځ او وسلوالو طالبانو غږ کړی چې د دوی سيمې ته دې جنګ نه وروړي.
د ډېسېمبر پر اتمه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښتو کې ولسي وګړیو ته د رسېدلو زیانونو په اړه شوې جرګې ته مشرانو وويل چې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په نښتو کې ګېر شوي دي.
يو مشر ملک عيد نواز پر پوځ نيوکې وکړې چې د دومره سامان و الات لرلو برسېره هم د دوی تحفظ نه شي کولای.
په پاکستان کې ناامني
دا تر هغې وروسته ده چې تېره اونۍ په غوړ بکاخېل کې پوځ په دوه ورځنيو عملیاتو کې د اتو وسلوالو وژلو دعوه وکړه چې په نښتو کې يو پوليس او پوځي سرتېری هم وژل شوي ول.
ځايي خلکو د هغو عملیاتو ضد پرلت وهلی وو. دوی دريځ درلود چې د عملیاتو پر مهال نه يوازې له مرګژوبلې بلکې د ګرځبنديز له امله له نورو ورځنیو ستونزو سره مخامخ شوي دي. خو وروسته يې له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړ.
نور ولولئ: د پاکستان پنجاب کې راکټي برید؛ ۱۱ پولیس پکې وژل شوي
نور ولولئ: شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛ ۶ هلاک شوي او ۲۴ ژوبل دي
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي چې زیاتره وخت یې په خپلواکه توګه پخلی نشي کېدای.
ولسي وکړو ته مرګ ژوبله
د پوځ تر داسې عملياتو وروسته ځینې وخت ځايي ولس احتجاجونه کوي او وایي چې ولسي وګړو ته هم پکې مرګژوبله اوړي.
تر دې وړاندې په وزیرستانونو او خیبر کې هم خلکو د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو کې ولس ته د زیانونو اوښتو ویلي دي.
د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره کړې وه.
د بکاخېل مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد په پراخه کچه د عملیاتو پرېکړه کړې ده، خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هلته د ممکنه پوځي عملیاتو خلاف په یوه خوله قرارداد منظور کړی دی.
اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د “ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ” تکرار کړ.