پکتیا کې نوې سیاحتي سیمه؛ “بهلول دانا” د طبیعت مینهوال ځانته وربولي

پکتیا کې نوې سیاحتي سیمه؛ د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د “بهلول دانا” په نوم یوه نوې سیاحتي سیمه د ګرځندوی لپاره معرفي شوې؛ هغه ځای چې د شنو غرونو، یخې هوا او زړه راښکونکو منظرو له امله د طبیعت د مینهوالو پام ځانته اړوي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، دغه سیمه له کلونو راهیسې د خلکو ترمنځ مشهوره وه، خو اوس هڅه کېږي چې د پکتیا کې نوي سیاحتي سیمه په توګه په رسمي ډول وپېژندل شي او د ګرځندوی لپاره لا ډېر امکانات پکې برابر شي.
پکتیا کې نوې سیاحتي سیمه؛ پکتیا کې نوي سیاحتي سیمه د سیلانیانو پام ځانته اړولی
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیضالله جوهري په مشرۍ یوه پلاوي د سیمې له طبیعي ځایونو لیدنه کړې او ویلي یې دي چې “بهلول دانا” د ارام چاپېریال، شنو درو او ښکلو منظرو له امله ځانګړی سیاحتي ارزښت لري.

د نوموړي په وینا، هر کال ګڼ شمېر کورني سیلانیان د طبیعت د خوند اخیستو لپاره دغې سیمې ته سفر کوي او تمه ده چې د اسانتیاوو له زیاتېدو سره به د سیلانیانو شمېر نور هم لوړ شي.
ځايي اوسېدونکي هم وایي، دغه سیمه د پکتیا له هغو طبیعي ځایونو څخه ده چې لا هم خپله اصلي ښکلا او طبیعي بڼه ساتلې ده.
پکتیا کې نوې سیاحتي سیمه؛ د پکتیا د ګرځندوی پراختیا ته هڅې
چارواکي وایي، د پکتیا په بېلابېلو ولسوالیو کې د نویو تفریحي او تاریخي سیمو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي، څو د ګرځندوی سکتور پیاوړی او کورني سیلانیان لا ډېر جذب شي.
د پکتیا د ګرځندوی عمومي مدیر ویلي، د ګردې څیړۍ ولسوالۍ “بیسوې” سیمه هم د سیلانیانو له مهمو ځایونو څخه ګڼل کېږي، خو د سړک خرابوالي له امله هلته تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، د لویې لارې له رغېدو وروسته به په دغو سیمو کې د هوټلونو، استراحت ځایونو او نورو خدماتي اسانتیاوو جوړېدو ته هم زمینه برابره شي.
پکتیا کې نوې سیاحتي سیمه؛ پکتیا؛ د طبیعت او یخ اقلیم ولایت
پکتیا د خپل یخ اقلیم، غرنیو سیمو او طبیعي ښکلاوو له امله د افغانستان له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې هر کال سلګونه کورني سیلانیان ورجذبوي.
شنونکي باور لري، که د پکتیا کې نوي سیاحتي سیمه په څېر طبیعي ځایونو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، دا ولایت کولای شي د هېواد د مهمو ګرځندویي سیمو له ډلې وګرځي.




