هنر او ادب

پینځو هندیو اداکاراو څنګه ځانونه فټ کړل

د بالیووډ د پنځو مشهورو اداکارانو په اړه معلومات

که یو څوک د خپل ځان د فیټ کولو هڅه کول وغواړي، نو هغه یې هر ځای کولای شي، دلته هم د بالیووډ د پنځه مشهورو اداکارانو په اړه معلومات درکوو، چې دوی یو وخت ډېر چاغښت درلود، خو په خپله خوارۍ یې ځان داسې فیټ جوړ کړ، چې اوس په میلیونونو مینه وال لري

سونم کپور هم فلمونو ته له راتلو وړاندې ډېره چاړه وه

۱-: سونم کپور: نوموړې اوسمهال په بالیووډ کې د فېشن ایکن هم ګڼل کېږي، نوموړې له اداکارۍ زیاته د فېشن موډلې په توګه پېژندل کېږي، خو ایا تاسې ته معلومات شته، چې سونم کپور هم فلمونو ته له راتګ مخکې ډېره چاغه وه او کله چې هغې په لومړي ځل په فلم کې د کار کولو اراده وکړه، نو ۳۰ کیلو وزن یې کم کړ.

نوموړې په دې اړه په خپله یوه مرکه کې ویلي و، چې د وزن یا چاغښت کمولو کې ورسره مور ډېره مرسته کړې وه، هغه خواړه چې د چاغښت سبب کېږي، هغه یې پرې مور ټول بند کړي و او په ډېر لږ وخت کې وتوانېده، چې خپل دېرش کیلو وزن کم کړي او د اداکارۍ لپاره ځان چمتو کړي.

۲-: بومي پډنیکر: تاسې د نوموړې (دم لګا کی های شه) فلم کتلی دی، که مو کتلی نو حتماً به مو خوښ شوی وي، کله چې بومي په دغه فلم کې د کار کولو اراده وکړه، نو هغې ۷۲ کلن وزن درلود، خو د فلم د کردار لپاره د نوموړې وزن نور هم زیات کړای شو، تر څو هغه یوه چاغه ښځه ښکاره شي.

دا هم جالبه ده، زیاتره اداکارانې چې په بالیووډ کې په لومړي ځل کوم فلم کې کار کوي، نو هڅه کوي، چې ډېرې فیټ او ښایسته ښکاره شي، خو د بومي پډنیکر سره داسې ونه شول، بلکې د هغې په لومړني فلم کې هغه ډېره چاغه وه. وروسته بیا د خپل دویم فلم لپاره بومي ۲۷ کیلو وزن کم کړ او ځان یې فیټ کړ، چې د دې لپاره هغې د خپلې خوښې ډېر خواړه هم پرېښي و.

۳-: سوناکشي سنها: د (دبنګ) فلم دې اداکارې هم د ۹۰ کیلو څخه زیات وزن درلود، کله چې سلمان خان هغه ولیده او په هغې کې ورته یوه اداکاره ښکاره شوه، نو نوموړې ته یې په خپل فلم (دبنګ) کې د کار کولو وړاندیز وکړ، خو دا شرط یې هم ورته کېښود چې خپل وزن به کموي

نور یی ولوله | رنبیر کپور: زما مېرمن به زما د مور په څېر قرباني نه ورکوي

نور یی ولوله | شاه رخ خان: زما ښځه زما نه زیات د سنجی دت او عامر خان اداکاري خوښوي

همدا وه چې سوناکشي سنها د وزن کمولو ته کار ووایه او ۳۰ کیلو وزن یې کم کړ، چې د خپل لومړني فلم څخه زیاته مشهوره شوه او اوس د هندي سینما له مخکښو ښځینه اداکارانو څخه یوه ده.

۴-: پرینيتي چوپړا او ارجن کپور: یوه بله مشهوره اداکاره پرینيتي چوپړا دی، چې فلمونو ته د راتګ پر مهال یې خپل وزن کم کړی دی. نوموړې په لومړي ځل په (عشق زادی) فلم کې کار کړی دی، چې په همدغه فلم کې ارجن کپور هم په لومړي ځل کار وکړ. د دواړو وزن بېخي زیات و.

کله چې دوی په فلم کې واخیستل شول، نو د دواړو لپاره د فلم جوړونکو لپاره د وزن کمولو وخت وټاکل شو او دواړو خپل وزنونه کم کړل. ارجن کپور چې ۱۲۰ کیلو وزن یې درلود، خپل وزن یې ۶۸ کیلو ته راکم کړ او د فلم د کردار لپاره یې ځان برابر کړ، همدا راز پرینيتي چوپړا هم د یوې چاغې نجلۍ څخه ځان یوې فیټ نجلۍ ته بدل کړ.

۵-: ساره علي خان: نوموړې چې لا دومره وخت یې نه کېږي بالیووډ ته راغلې ده او په ډېر لږ وخت کې یې زیات شهرت او مینه وال پېدا کړې دي. نوموړې هم یو له هغه نجونو څخه وه، چې وزن یې بېخي زیات و او کله چې فلمونو ته راتلله، نو خپل وزن یې ډېر کم کړ.

کله چې ساره علي خان پرېکړه وکړه، چې په فلمونو کې به کار کوي، نو له هغه وروسته یې د خپل وزن په کمولو کار وکړ او ۳۰ کیلو وزن یې کم کړ، چې له هغه وروسته یې په لومړي ځل په فلمونو کې کار وکړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button