سیمه ییز خبرونه

ځانمرګی برید؛ پېښور کې یې لس کسان یې ټپیان کړي

د خیبر پښونخوا پېښور کې ځانمرګی برید شوی چې لس کسه یې ټپیان کړي دي

دا برید داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ په ژوب کې د پاکستاني پوځیانو پر پوسته شوی و چې ګڼ پوځیان په کې وژل شوي او ټپیان وو.

خو دې د تازه برید په اړه د خیبر پښتونخوا پېښور په حیات اباد سیمه کې چارواکي وايي، د یوې چاودنې له کبله د پاکستاني امنیتي ځواکونو اووه او درې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

نور ولولئ: ژوب کې پر پاکستاني پوځ برید مرګ ژوبله اړولي

پاکستانۍ رسنۍ د پېښور کېنټ سیمې پولیسو یوه مشر (اې، پي) وقاص رفیق له قوله وايي، چاودنه د ځانمرګي برید له کبله رامنځته شوې.

دا برید د ایف سي نیمه پوځي ځواک باندې شوی

دغه پولیس افسر زیاتوي د ایف سي ـ نیمه پوځي ځواک د ګاډو کتار له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې ځانمرګی برید پرې شوی. د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ښکاري چې د پېښې په ځای کې یو بشپړ سوځېدلی ګاډی پروت دی.

ځايي پولیس وايي، پېښه کې ټپیان شوي کسان حیات اباد مډیکل کمپلکس نومي روغتون ته لېږدول شوي دي او په وینا یې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی دی.

ځايي پولیس وايي، دوی د پېښې په هکله معلومات راټولوي او په وینا یې داسې ښکاري چې ځانمرګي بریدګر غوښتل د امنیتي ځواکونو ګاډي په نښه کړي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت

په پېښور کې ترسره شوي ځانمرګي برید مئسولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو پاکستاني پوځیانو تل پر دا ډول بریدونو د ټي ټي پي ډله تورنوي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې تېره اونۍ د بلوچستان په ژوب او سويي سیمو کې نامعلومو وسله والو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل، چې د چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو ۱۲ کسان پکې وژل شوي وو.

د پاکستاني امنیتي سرچینو په وینا د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې اته وسله وال بریدګر هم وژل شوي وو.

نور ولولئ: شمالي وزیرستان کې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي

ددې تر څنګ په دې وروستیو کې په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالي او نظامیانو ته ور اوښتي مرګ ژوبلې د اسلام اباد اداره وارخطا کړي ده. دوی دې دا ډول بریدونو طراحان د ټي ټي پي ډله بولي او پر طالبانو نیوکه کوي چې دوی ته یې په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې خپله حل کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button