ژوند او ټولنهسات تيري

څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟

زیات خواږه یا سور شوی کتغ خوړل د بدن لپاره د ګټې پر ځای زیان رسوونکي دي او باید له خوړلو یې ډډه وشي

دغه دوه ډوله خواړه د هغه چا لپاره د موضوع ډېره مهمه برخه ده چې خپل وزن بایلل غواړي او څوک چې د زیات وزن له امله کړېږي. ایا تاسو غواړئ چې خپل ډېر وزن وبایلی او صحت من اوسئ؟ که ستاسو ځواب هو وي، نو اندېښنه مه کوئ، ځکه موږ یې دلته درته روښانه کوو، ځکه تاسو باید لومړی سره شوي او خواږه خواړه وپېژنی او وروسته یې بیا له خوړلو په داسې بڼه ډډه وکړئ چې وجود ته مو هم کوم زیان ونه رسېږي او لا سلامتیا تر لاسه کړی.

نور ولولئ: د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

خواږه خواړه او سره کړل شوي خواړه کوم دي؟

خواږه خواړه هر هغه شي ته وايي چې بوره ورسره ګډه وي او خوند یې خوږ وي لکه میټايي، جلیبي، شریني، چاکلېټ، کیک، کلچې او ډېر داسې نور چې وجود ته زیان رسوونکي دي او ګټه ورته نه لري. پر دې سربېره سره کړي خواړه هغو خوړو ته وايي، چې تاسو یې په پیازو او غوړیو کې سره کوی. دا سره کړي خواړه معدې ته زیان رسوي او په وجود کې په هغه شکل نه هضمېږي لکه څه ډول چې وجود ورته اړتیا لري. کله چې سره کړي خواړه ډېر وخوړل شي، نو له یوې خوا وزن زیاتوي او بل لور ته ډول، ډول ناروغیو ته لار هواروي چې باید د ښې سلامتیا د ساتلو په خاطر ترې ډډه وشي.

له دغه خوړو سره باید څه ډول علاقه کمه کړو؟

تاسو باید هغه خواږه خواړه ونه خورئ چې تاسو اشتها ورته نه راځي، ځکه دا ډول خوراک کولی شي چې ستاسو روغتیا ته زیان ورسوي او بل هڅه وکړئ چې د بدن د قندونو د پوره کولو لپاره هغه خواړه یا مېوې وخورئ چې طبیعي خوږوالی په کې وي او ستاسو د وجود اړتیا پوره کولی شي.

نور ولولئ: د ګیلاس او راسبېري له روغتیایي ګټو خبر یاست؟

بله لار داده چې له شنو چایو، قهوې او نورو مشروباتو کې زیاته بوره مه کاروئ چې په دې کار سره تاسو کولی شی تر څو له خوږو شیانو سره ستاسو لېوالتیا کمه شي او ورو ورو دا مضر خواړه پرېږدی. په نړۍ کې څېړنو په ډاګه کړې چې هغه کسان نسبت هغه ته ډېر صحت من او د اوږده عمر لرونکې دي چې زیات خواږه او سره کړي خواړه استعمالوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button