په زړه پورېروغتیا

څنګه له رواني پلوه یو پیاوړی انسان واوسو؟

اړوند خبرونه:

کامیاب شخصیتونه دا ۶خبرې نه کوي

څه ډول یو غښتلی شخصیت ولرو؟

په ژوند کې د یوه پیاوړي او غښتلي شخصیت درلودل یوه لویه شتمني ده. هغه کسان چې له رواني پلوه پیاوړي وي، د ژوند په سختو او ستونزمنو حالاتو کې ماتې نه خوري او تل د بریا پر لور روان وي. دوی داسې ځانګړتیاوې لري چې دوی له نورو څخه بېلوي او د دوی د بریا لامل ګرځي. که تاسو هم غواړئ چې له رواني پلوه یو پیاوړی انسان شئ، نو دغه لارښوونې په پام کې ونیسئ چې د بريالي خلکو له خوا کارول کېږي.

۱. خپل وخت او انرژي مه ضایع کوئ

رواني پیاوړي خلک پوهېږي چې ژوند تل د دوی د خوښې سره سم نه وي، نو ځکه هیڅکله د نامناسبو شرایطو یا د نورو د ناسم چلند له امله په پښېمانۍ او افسوس خپل وخت نه ضایع کوي. دوی د خپلو ټولو کړنو مسؤلیت په غاړه اخلي او د بې ځایه شکایتونو پر ځای، خپله انرژي پر هغو شیانو لګوي چې د دوی په واک کې وي. دوی د ترافیکو یا د خپل سامان د ورکېدو په څېر مسایلو باندې ځان نه خفه کوي.

afghan 2025 08 16t120127.248
څنګه له رواني پلوه یو پیاوړی انسان واوسو؟

۲. مثبت فکر وکړئ او له منفي خلکو لرې اوسئ

د بریا یو مهم راز مثبت فکر کول دي. پیاوړي خلک د کار له پیل څخه مخکې ناهیلي نه خپروي، بلکې منفي فکرونه له ځانه لرې کوي او تل د بریا لپاره هڅه کوي. دوی خپلې ماتې د راتلونکي بریا لپاره په یو فرصت بدلوي. همدارنګه، دوی له هغو کسانو سره خپلې اړیکې کموي چې د دوی لپاره خپګان راوړي او تل په نورو نیوکې کوي. دوی د مثبتو او خوشبینه خلکو سره ملګرتیا خوښوي.

۳. د نورو تر واک لاندې مه اوسئ او “نه” ویل زده کړئ

هغه کسان چې پیاوړې روحیه لري، نورو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی پر ژوند او احساساتو کنټرول ولري. دوی خپل احساسات په خپله اداره کوي او پوهېږي چې څنګه ورته غبرګون وښيي. دوی له دې نه وېرېږي چې د نورو سره مخالفت وکړي او کله چې اړتیا وي، په ډاډ سره “نه” وايي. دوی هڅه کوي چې عادل او مهربان واوسي، خو کله چې د نورو نظر له انصاف څخه لرې وي، په کلکه یې مخالفت کوي.

۴. بدلون منونکي او زړور اوسئ

له رواني پلوه غښتلي خلک له بدلونونو څخه نه وېرېږي، بلکې د مثبتو بدلونونو هرکلی کوي او خپل استعدادونه له نویو شرایطو سره سموي. دوی د لویو پرېکړو څخه مخکې ټول اړخونه په پام کې نیسي، خو له احتمالي خطرونو څخه نه ډارېږي او په زړورتیا ګام اخلي.

afghan 2025 08 16t120923.388
څنګه له رواني پلوه یو پیاوړی انسان واوسو؟

۵. له تېروخت څخه زده کړه وکړئ، خو په هغه کې مه اوسئ

پیاوړي خلک په اوسني وخت کې ژوند کوي او د راتلونکي لپاره پلانونه جوړوي. دوی د تېر وخت په اړه افسوس نه کوي، بلکې له خپلو تېروتنو څخه درس اخلي او خپله پوهه او تجربه زیاتوي. دوی یوه تېروتنه بیا-بیا نه تکراروي او د خپلو اشتباهاتو پړه پر نورو نه اچوي.

۶. د نورو په بریا خوشحاله شئ او له یوازیتوب څخه مه وېرېږئ

کله چې یو څوک بریالی شي، دوی د حسد او کینې پر ځای، د هغه په بریا خوشحالي څرګندوي، ځکه دوی پوهېږي چې بریا یوازې د سخت کار او هڅو له لارې ترلاسه کېږي. سربېره پر دې، دوی له یوازې پاتې کېدو څخه نه ډارېږي او له خپل یوازیتوب څخه د ځان د پېژندلو او ودې لپاره ګټه اخلي.

۷. د چټکو پایلو تمه مه لرئ

پیاوړي خلک پوهېږي چې رښتیني بدلونونه وخت ته اړتیا لري. که هغه د یوې نوې دندې پیل وي او یا د روغتیا ښه کول، دوی خپله ټوله هڅه کوي خو د بېړنیو پایلو تمه نه ساتي. دوی په دې باور دي چې صبر او پرله پسې هڅې بالاخره دوی خپل هدف ته رسوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button